شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د امریکا «مین» ایالت بنګور نړیوال هوایي ډګر کې یوه کوچنۍ الوتکه چې اته کسان پکې سپاره وو، د الوتنې پرمهال لوېدلې ده.د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، پېښه په ځایي وخت تېر ماښام رامنځته شوې ده.د امریکا د فدرالي هوایي چلند ادارې د پېښې د پلټنې خبر ورکړی، خو د الوتکې د سپرلیو د وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په شاوخوا ۲۰ ایالتونو کې د سخت ژمني واورین توپان خبرداری ورکړل شوی او د ناسمې هوا له امله تر ۱۰ زرو زیاتې الوتنې لغوه شوې دي.
د حوثیانو خبرداری؛ که د باب المندب تنګي د تړلو هوډ وکړو نو د نړۍ هېڅ ځواک به یې د خلاصولو توان ونه لري19 اپریل 2026