Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کرنې او اوبو لګولو وزارت: په لسو ولایتونو کې د اوبو ذخیره کولو ۱۳۸ واړه بندونه جوړ شوي دي
    افغانستان

    کرنې او اوبو لګولو وزارت: په لسو ولایتونو کې د اوبو ذخیره کولو ۱۳۸ واړه بندونه جوړ شوي دي

    صابر افغانصابر افغان4 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پنج شنبه/ د وري ۱۶ مه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې یې په لسو ولایتونو کې ۱۳۸ چک ډیمونه (د اوبو ذخیره کولو واړه بندون) جوړ کړي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

    یاد وزارت ویلي، چې په دغو بندونو ۴۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ګڼ شمېر هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.

    د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه بندونه په ارزګان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او دایکندي ولایتونو کې جوړ شوي، چې په وروستیو اورښتونو کې له اوبو ډک شوي هم دي.

    د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې دغه واړه بندونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو په موخه جوړ شوي دي.

    یاد وزارت په داسې حال کې د یادو بندونو د جوړېدو خبر ورکوي، چې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان له مخې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو واړه بندونه جوړیږي، چې په ډېرو ولایتونو کې بندونه جوړ شوي او په ځینو ولایتونو کې تر کار لاندې دي.

    یو شمېر هېوادوال او بزګران د بندونو په جوړېدو خوښي ښي او وایي، چې له دې سره به د دوی ستونزې، چې د اوبو په برخه کې لري، تر ډېره حل او یا هم ختمې شي.

    مخکینۍ مقالهد اسلامي امارت فعاله ډيپلوماسي او امریکايي انحصار بله ماتې!
    راتلونکي مقاله مالیې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د لومړۍ حوالې د لاسلیک او اجرا کېدو خبر ورکړی

    مربوطه لیکنې

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025

    د فتحې د څلورمې کليزې په وياړ د کابل ټولو تفريحي پارکونو ته تګ وړيا دی

    14 اگست 2025

    هرات کې د پاشدان اوبو او برېښنا بند پرانيستل شو

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 16 اگست 2025

    الجزایر کې سیند ته د بس لوېدو پېښه؛ ۲۷ کسان مړه او ټپیان دي

    د الجزایر په پلازمېنه کې سیند ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو په…

    د ټرمپ او پوتین لیدنې ته د زیلینسکي غبرګون؛ پوتین خپلو مشخصو موخو ته ورسېد

    16 اگست 2025

    له هېواد بهر مدني بنسټونه؛ د بهرنیو استخباراتو د فشار وسیله

    16 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    الجزایر کې سیند ته د بس لوېدو پېښه؛ ۲۷ کسان مړه او ټپیان دي

    16 اگست 2025

    د ټرمپ او پوتین لیدنې ته د زیلینسکي غبرګون؛ پوتین خپلو مشخصو موخو ته ورسېد

    16 اگست 2025

    له هېواد بهر مدني بنسټونه؛ د بهرنیو استخباراتو د فشار وسیله

    16 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،943 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،961 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.