ارغوان وطنیار
جان اڅکزی د بلوچستان ایالات د اطلاعاتو وزیر دی، تازه یې ویلي چې طالبان به د اټک د نیولو په خوب کې کابل وبایلي.
اڅکزی خبر نه ده چې سهاکزي، ساکزي او اڅکزي څوک دي؟ښاغلی وزیر دې خپله DNA معاینات وکړي چې نسب یې څه دی او د چا اولاد دی؟ښاغلی جان خپل پلار ته خوله اچوي، دا خبره د پاکستان اویا کلن تاریخ کې ایوب خان، ذوالفقار بوټو، جنرال ضیا، نواز شریف، زرداري او عمران خان نه ده کړې، مګر د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر په دې خبره د ګستاخۍ مرتکب ګرځي، خو زوی همیشه د پلار په وړاندې کیش مات دی، که زوی د پلار په وړاندې د درېدلو توان لرلای نو د ستر خوشحال خان بابا په وړاندې به یې زوی بهرام خان کامیاب وای، خو د بهرام نوم د محکومیت په اباسین لاهو شو چې ګواکې بیخي یې څوک نه پیژني.
خوشحال بابا د مغلو د اقتدار په وړاندې خپله پښتنه توره تر زړبودن پورې په قاش کې کېنښوده، د هغه همدا یوه خبره وه چې یا نیولی مخ مکې ته یا مغولو سره زم.
هغه مهال دا ټوله جغرافیه د مغولو د امپراطورۍ تر سیوري لاندې وه، چې خوشحال بابا یې په وړاندې پښتنه توره جیګه کړه او وه یې ویل:اطاعت د اولی الامر ځکه نه کړم چې خلیفه د زمانې په زړه کافر دی، مغولو د ده زوی بهرام خان په پیسو واخیسته او د خپل پلار په وړاندې یې ودراوه، خوشحال بابا به چریکې جګړې او حملې کولې، بهرام به د پلار پټنځايونه مغولو ته ښودل او جاسوسي به یې ورته کوله.
د خوشحال بابا دا خبره د پښتو ژبې د متلونو برخه وګرځېده چې ویل به یې :له بهرامه ښادي حرامه ده.
پاکستاني مغولو هم یو څو ورځې د کاکړو پښتنو یو وړوکی بچی یو څو ورځې د صدارت په چوکۍ کېناوه، له هغه هم ځان ورک شو، خپلې پښتنې خویندې یې بې عزته کړې، مشران، زلمیان، ماشومان او تور سرې یې جیلونو ته واچول، په لارو، کوڅو او سړکونو کې یې افغان اتباع ونیول، په زجر، شکنجو او په بې عزتیو به یې را اړول.
دهغه د اقتدار نشه ډېره کمه وه مګر د منصب هوا یې ډېره وه اخر څه وشول؟د پښتون تاریخ ته یې په یو پښتون سپک وکتل او هغه پښتون یې د تشناب کاغذ په څېر وکاراوه او په ډېران یې ګوزار کړ.
جان اڅکزی به هم د يو څو ورځو خیالي وزیر وي او د ده به هم د تشناب کاغذ په څېر ځای ډېران وي.
افغانان بد تاریخ نه لري او پاکستان ښه تاریخ نه لري، موږ پښتو کې متل لرو چې: لوښي خپل بیخ نه دی پیژندلی نو ځکه یې سر په سیند کې راوتلی.
د پاکستان تاریخ معلوم دی چې ١٩٧١ کال کې یې په یوه ورځ 93000 وسلوال پوځ هندوستان ته سلامي شول او هغوی ترې دریشۍ وکاږلې، پتلونونه یې پرې وباسل او آن نېکرونه یې ترې وباسل، لڅ او لغړ یې رسنیو ته وښودل، جامې یې ورته په موزیم کې کېښودې چې په دوی کې یوه برخه ښځینه نظامیانې هم وې.
نو ښاغلی جان سرِ وخت دی چې خولې او خبرو سره دې پام وکړې، له خپلې خولې مشر کېږه مه.