د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ویلي، چې د یاد شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم په کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو له څلورو پروژو لیدنه کړې، چې د شاوخوا ۶۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي او په بشپړېدو سره به یې تر ۷۷ زره او ۸۳۰ ډېر کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
په دغو پروژو کې د ارغنداب ولسوالۍ د ۴۶۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا تولیدي سیستم جوړول او د ۵۰۰ مترو احاطوي دېوال رغول، د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د ۱۶ کیلومتره پایپ غځول او په نهمې او دولسمې ناحیې کې د اوبو رسولو شبکو ۱۸ کیلومتره پراخول شامل دي.
د ارغنداب او نهمې ناحیې پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د دولسمې ناحیې پروژه د یونیسف په مالي ملاتړ پلې کېږي.
ښاغلي کظیم د پروژو د لیدنې ترڅنګ د کندهار له والي ملا شیرین آخند سره هم کتلي او د اوبو رسولو پروژو د پلي کېدو بهیر او شته ستونزې یې ورسره شریکې کړي دي. نوموړي د پروژو پر کیفیت، تخنیکي معیارونو، دقیقې څارنې او په ټاکلي وخت کې د چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی دی.


