د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل رسنیو ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي مرسته په دغه ولایت کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۱۵ سړې خونې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه سړې خوني د کندهار په ژړۍ او خاکريز ولسوالیو کې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره جوړیږي، چې هره یوه به یې د ۲۰ مټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت ولري.