د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د نساجۍ په مسافر وړونکي ترمینل کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نویو تاسیساتو د پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.
خبرپاڼه کې راځي، چې په دې پروژې کې ۲۵۰ دکانونه، دوه د تېلو پمپونه، دوه رسټورانټونه، د موټر مینځلو ځای او تر ۵۰ ډېر عصري سوداګریز دکانونه شامل دي، چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې به په ۱۶ میاشتو کې بشپړه شي او په بشپړېدو سره به یې مسافرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې پروژې په پيل سره به له زرو ډېرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.


