په کندهار کې د رختونو د يوې لويې کارخونې د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د سنډوس په نومې د دغې نوې جوړېدونکې کارخونې مسوولین وایي، دغه کارخونه په ٦٠ جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې ۵۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د معلوماتو له مخې دغه فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰ زره مترو په اندازه د رختونو د تولید او د ۱۰۰ زره مترو په اوږدوالي د رختونو د رنګ کولو ظرفیت ولري.

په همدې حال کې مسوولینو زیاته کړې، چې په دې فابریکه کې به ۹۰۰ کسانو د کار زمینه برابره شي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version