د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په تمبیل سیمه کې ۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلې دوه کلنه ماشومه وژغورل شوه.
د یادې ماشومې د ژغورلو لپاره د دغه ولایت د والي په ځانګړې لارښوونې یو تخنیکي ټیم په بېړني ډول سیمې ته استول شوی و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ماشومه تر ژغورل کېدو وروسته د لا ښې درملنې په موخه د میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوې او دا مهال یې حالت د ډاډ وړ دی.