د کندهار ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍکې یو اندازه زاړه چاودېدونکي توکي پیدا او وروسته د ماین پاکۍ موسسې له لوري ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
د کندهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه چاودېدونکو توکو کې ۲۱ عدده د هوان مرمۍ، ۲ عدده د هشتادو دو مرمۍ، ۱ عدد د راکېټ مرمۍ، ۲۰ ډبې چې ۱۰ لیټره، ۵ لیټره او ۳ لیټره پکې شاملې وې، ۷ پارسله باروت، ۲ عدده برقي پټاکۍ او ۳ متره پریم کاټ شامل وو، له منځه یوړل شول.
د خبرپاڼې له مخې، یادو توکو ته د ماین پاکۍ موسسې له لوري چاودنه ورکړل شوې، چې د باروتو لگښت یې ۶۰۸ گرامه وو.
د هېواد په گڼو ولایتونو کې د پخواني شوروي اتحاد او امریکايي یرغل پر مهال گڼ چاودېدونکي توکي تر ځمکې لاندې ښخ شوي، چې وخت ناوخت د عامو خلکو ژوند اخلي.
که څه هم په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسې له ډېر وخت راهیسې فعالیت کوي؛ خو لا هم د ټول هېواد په پاکولو نه دي توانېدلي.