د کندهار ولایت ځایي مسوولین وایي: د کندهار ولایت د میوند ولسـوالۍ د پنځمې حوزې د کلانکیچي په سیمه کې نن یو ۱۵کلن هلک ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

د امنیتي مسوولینو په وینا: دغه هلک له پلار او ورونو سره جنجال کړی وو چې له أمله یې په خپله کوټه کې په دسمال ځان راځړولی دی.

ځایي مسوولين وایي چې یاد هلک نیاز محمد د عطامحمد زوی اصلي د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ د درمیان کلي اوسېدونکی وو چې اوسنی هستوګنځای یې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د پنځمې حوزې د کلانکیچي کلی د حاجی لعل محمد د مسجد سیمه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version