د کندهار د گمرک گرځنده څارنې کارکوونکو څه باندې ۱۱۰۰ کیلوگرامه طبي درمل نیولي دي.

د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندهار گمرک د گرځنده څارنې کارکوونکو د گزمې پر مهال ۱۱۰۰ کیلوگرامه بېلابېل ډوله انساني طبي درمل نیولي دي.د خبرپاڼې له مخې، دغه درمل په یو بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې په قاچاقي ډول یې له ډیورنډ فرضي کرښې افغانستان ته راواړوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوي درمل د نورو اجرااتو په موخه د کندهار گمرک ته سپارل شوي؛ خو دا چې په تړاو یې څوک نیول شوي او که‌نه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.په روانه اوونۍ کې د کندهار سربېره په هرات او نیمروز گمرکونو کې هم د گرځنده څارنې کارکوونکو ۳۵۵۲ کیلوگرامه انساني طبي درمل او ۱۷۸۰ کیلوگرامه حیواني درمل، ۳۷۰۰ کیلوگرامه ټوکر او نور توکي نیولي، چې په قاچاقي ډول یې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راوړل.

د کورنیو او دفاع وزارتونو او د گمرکونو ریاستونه هره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د قیمتي ډبرو، پیسو، سوداگریزو توکو او طبي درملو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version