
د کنړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د څه باندې ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۹ بېلا بېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، اوبو لګولو کانالونو او محافظوي دیوالونو جوړول شامل دي.
وزارت زیاتوي، چې د یادو پروژو د کار په بهیر کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

