د کورنیو چارو وزارت د دفتر رئیس لوی پاسوال مولوي زین‌ الله عابر په مشرۍ د دغه وزارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه بېړنۍ غونډه ترسره شوه.

کورنیو چارو وزارت وایي، د غونډې موخه د کابل‌ ـ‌ کندهار پر لویه لار د وروستیو ترافیکي پېښو سپړنه وه، چې له امله یې ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غونډې ګډونوالو د ترافیکي پېښو د مخنیوي او د عامه خونديتوب د ښه والي لپاره اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړې.

د یاد وزارت په وینا، په دې غونډه کې پرېکړه شوې، هغه مسافر وړونکي موټر چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي، باید ودرول شي.

ورته مهال د کابل امنیه قومندانۍ پولیسو ته دنده سپارل شوې، د سرغړونکو د نیولو په برخه کې عملي ګام پورته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version