د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې نن چهارشنبه (د وږي، پنځمه) د عزیزي انرژۍ ګروپ له عمومي رئیس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره د لس زره مېګاواټه برښنا تولیدي پروژې د چارو د پرمختګ راپور ملا عبدالغني برادر ته وړاندې کړی.

د خبرپاڼې له‌مخې د عزیزي انرژي ګروپ مشر ویلي، چې د هوکړې له لاسلیک وروسته یې خپل ټیمونه د اړوندو وزارتونو د تخنیکي ټیمونو سره یوځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ولایتونو ته ولیږل شي، چې د تېرو شاوخوا دوه اوونیو په جریان کې یې د یو شمېر پروژو ابتدايي سروې ترسره او تخنیکي معلومات یې راټول کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د لس زره مېګاواټه برښنا د تولید پروژه یې په درېیو فازونو وېشلې ده، چې لومړی فاز یې د څلور زره مېګاواټه برښنا ظرفیت لري.

د عزیزي انرژۍ ګروپ شرکت مسوولینو د معلوماتو پر اساس، په لومړي فاز کې د موجودو پروژو عملي چارې به له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه ژر پيل کړي.

ورته مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لارښوونې پر بنسټ د اړوندو وزارتونو، ادارو او عزیزي شرکت له استازو ګډه کمېټه جوړه او ورته دنده سپارل شوې، څو د لس‌زره میګاواټه برښنا تولید پروژې چارې تعقیب او څارنه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version