کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو دوه تنه له ۱۴
میله وسلو او ۱۲ عدده شاجورونو سره نیولي.
د یاد وزارت په وینا، نیول شویو کسانو غوښتل چې یادې وسلې غور ولایت ته قاچاق کړي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.