Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کورنیو چارو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې یې لسگونه تنه د جنايي او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي
    افغانستان

    کورنیو چارو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې یې لسگونه تنه د جنايي او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي

    صابر افغانصابر افغان9 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پینځو ولایتونو کې ۲۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د هېواد په پینځو ولایتونو کې د غلا، اخلاقي فساد، د وسلو د ناقانونه لرلو او د وژنې د نیت لرلو په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.: «له منځه یې، څلور وسله‌وال او مسلکي غله، درې تنه د اخلاقي فساد او دوه تنه د یو کس د وژلو د نیت لرلو په تړاو په تخار، شپږ غله په غزني، درې تنه په نیمروز کې د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو او دوه غله په بلخ او ننگرهار کې نیول شوي دي.»

    د خبرپاڼې له مخې، نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو ننگرهار کې څلور تنه له ۶۸ کیلو شیشې، یو میل کرین کوف، یو میل تومانچې، ۵ شاژرونو، یوه اندازه چرسو او نشه لرونکو گولیو سره نیولي دي.همداراز یادو منسوبینو د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو دوه تنه په سرپل او یو تن په سمنگان کې نیولی دی.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د تخار امنیه قومندانۍ منسوبینو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ددغه ولایت په مربوطاتو کې د غلا، ځورونو، ناقانونه وسلو گرځولو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو ۱۴ تنه نیولي دي. همدا ډول د یاد ولایت ترهگرۍ سره د مبارزې پولیسو یوه اندازه وسله او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.

    د کورنیو چارو وزارت وايي، د ډاډمن امن لپاره یې پولیس شپه او ورځ کار کوي، څو هېوادوال په خوندي ډول د خپل ژوند چارې پرمخ یوسي.

    مخکینۍ مقالهد کانونو وزیر: چین دې د مس عینک پروژه ژر پیل کړي
    راتلونکي مقاله د بدخشان تېره پېښه او د لالهانده دښمن هوا ګزول؟

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.