له بلوچستان څخه ځایي باوري سرچینې وایي، نن (جمعه) د دغه ایالت ګوادر ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د ساحلي ګارډ پر ګزمې وسله‌وال برید شوی.

سرچینې زیاتوي، چې دې برید کې دوه تنه هلاک شوي او وسلې یې د وسله‌والو لاسته لوېدلې دي.

د پاکستان پوځي رژیم پر ساحلي ساتونکو د دې تازه برید مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی؛ خو تر دې وړاندې ورته بریدونه بلوڅ ازادي غوښتونکو کړي دي.

د پاکستان پوځي رژیم ځایي امنیتي ادارو په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version