د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې نوموړي د یوه رسمي حکم له مخې رومان ګوفمن د یاد رژیم د بهرنیو استخباراتو (موساد) د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د یرشلیم پوسټ د راپور له مخې، رومان ګوفمن چې تر دې وړاندې د نتنیاهو د پوځي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.
د نتنیاهو دفتر د دې ټاکنې د عملي کېدو د نېټې او د پخواني مشر د رسمي برخلیک په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
