Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»۲۰۲۵ زیږدیز کال؛ ستر بدلونونه که د قانوني د خیالي وهمونو لړۍ؟
    تورې څېرې

    ۲۰۲۵ زیږدیز کال؛ ستر بدلونونه که د قانوني د خیالي وهمونو لړۍ؟

    صابر افغانصابر افغان13 مارچ 2025۱ څرگندون3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له افغانستان څخه تښتېدلي او ماتې خوړلي سیاستوال، چې په تېرو دریو کلونو کې له پرله پسې ناکامیو، بې پایلو ناستو او هڅو کومه نتیجه نه ده ترلاسه کړې، اوس کوښښ کوي خپل پلویان د خیالي هیلو په تمه وساتي.

    په دې وروستیو کې د مقاومت جبهې د یوه قوماندان (خیرمحمد خیرخوا) د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت، په لندن کې ناسته وشوه. په دې ناسته کې ځینو ناکامو څهرو چې یونس قانوني هم پکې و، آنلاین خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې «۲۰۲۵ کال به د سترو بدلونونو کال وي» او مهم تغییرات را روان دي.

    یونس قانوني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د جمهوريت له سقوط راهیسې، د سرپرست حکومت د مخالفینو ناستې او هڅې، د ژورو اختلافاتو له امله تل بې‌پایلې پاتې شوې او د دوی پلویان یې لا زیات ناهیلي کړي دي.

    له هغه وخته چې جمهوريت ړنګ شو او اوسنی سرپرست حکومت واک ته ورسېد، تښتېدلو سیاسي څهرو د بهرنیو استخباراتي سازمانونو د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو او امتیازونو د اخېستلو لپاره، بېلابېل ګروپونه جوړ کړل او ګڼې ناستې یې ترسره کړې. خو په امتیازاتو د نه جوړېدو له امله یې اختلافات لاپسې ژور او دوی یو له بل څخه لیرې شول.

    په هغه غږیزو فایلونو کې چې د پخواني حکومت د کورنیو چارو له وزیر مسعود انداربي څخه افشاء شوي، نوموړي احمد مسعود «ماشوم» او بسم‌الله خان، د هغه وخت دفاع وزیر، «پچه» بللی و. همدا راز د جمعیت ګوند د مشر، عطامحمد نور مرکې چې احمد مسعود یې «بې‌ تجربې هلک» یاد کړی و؛ دا ټول د سرپرست حکومت د مخالفینو ترمنځ د ژورو اختلافاتو ښکاره بیلګې او ثبوتونه دي.

    پر دې سربېره هغه غږیز کلیپونه چې له عبدالستار حسيني او عیسی محمدي څخه افشاء شوي، ښيي چې «آزادۍ» او «مقاومت» جبهې له یو بل سره دومره ژور اختلافات لري، چې هوارول یې ناشوني ښکاري.

    په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت د مخالفینو ترمنځ دومره ژور اختلافات موجود دي، د داسې یو بدلون تمه چې د دوی په ګټه وي، له خیالي وهمونو پرته بل څه نه‌ دي. دا ادعاوې به هېڅکله عملي بڼه غوره نه کړي او حقیقت ته به ونه رسېږي.

    په دې شرایطو کې د بدلون تمه نه یوازې یوه ساده خوش‌بیني ده، بلکې دا ښيي چې یونس قانوني او د هغه همفکران هڅه کوي په دې دروغجنو ژمنو سره د خپلو غونډو ناکامي پټه کړي او خپل پلویان د واقعیتونو له درک څخه لرې وساتي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ملي پوليسو ليکو ته د ۵۸۲ پنجشېري ځوانانو د جذب لړۍ پيل شوه
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو د یوه هدفي برید په ترڅ کې د ودود په نوم د پاکستان د استخباراتي ادارې کارمند هلاک شوی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو د لیدلوري ارزونه؛ له هند سره د اړیکو پایلې به څه وي؟

    28 جنوري 2026

    د خاد له ماموریت د آلمان تر مېټرو؛ د حنیف اتمر د سیاسي مخینې انتقادي ارزونه

    10 جنوري 2026

    د محقق سیاسي عذرنامه؛ مخالفین سیاسي ناتواني په شعارونو پټوي

    30 دسمبر 2025

    ۱ څرگندون

    1. نیکمل عمری on 13 مارچ 2025 6:24 AM

      هیڅکله هم نسی کولای چی افغانستان باثباته کی دادډالروبچیان دی

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 9 فبروري 2026

    اسرائيلو ته د کار کولو په تور د ايران حکومت څلور پخواني لوړپوړي غړي نيول شوي

    ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې چارواکو د دغه هېواد د سیاسي او ټولنیز نظم د…

    د سوریې د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ لوړپوړی پلاوی سعودي عربستان ته تللی

    9 فبروري 2026

    پنجشېر کې د ګرین ګارېنټ قیمتي ډبرو کان کشف شوی

    9 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائيلو ته د کار کولو په تور د ايران حکومت څلور پخواني لوړپوړي غړي نيول شوي

    9 فبروري 2026

    د سوریې د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ لوړپوړی پلاوی سعودي عربستان ته تللی

    9 فبروري 2026

    پنجشېر کې د ګرین ګارېنټ قیمتي ډبرو کان کشف شوی

    9 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.