یکشنبه/ د وري ۱۲ مه د بلوچو ازادي غوښتوونکو وسله والو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې درې پاکستاني پوځیان یې وژلي او ۱۲ نور یې سخت ټپیان کړي دي.
د بلوچو ازادي غوښتونکو وسله والو ویاند جیاند بلوچ ویلي، چې د بلوچستان ایالت په “هرنایي” سیمه کې د پاکستان د نفتو او ګازو په یوه شرکت داسې مهال برید کړی دی، چې پاکستاني پوځیانو یې انتقال په غاړه درلوده.
د بلوچو ازادي غوښتوونکو وسله والو په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ په یوه کاروان یې لاسي بم غورځولی، چې له امله یې ۳ پوځیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د بلوچو ازادي غوښتوونکو وسله والو د پاکستان د بهري ځواکونو په یوه مرکز برید کړی و، چې وروسته بیا د پاکستان پوځ د خپل یو تن افسر او د ۴ بریدګرو د وژل کېدو پخلی کړی و.
مګر بلوچو ازادي غوښتوونکو وسله والو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د “تربت” برید کې یې د پاکستان ۳۰ تنه پوځیان وژلې دي.