Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کجکي بند د دویم فاز چارې لس سلنه بشپړې شوې
    افغانستان

    د کجکي بند د دویم فاز چارې لس سلنه بشپړې شوې

    صابر افغانصابر افغان31 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په هلمند کې د کجکي بند دویم فاز پروژه چې اوسمهال یې د دویمې برخې چارې چې د خدماتي پرچاوي جوړول، د هغې د دروازو نصبول او د اضطراري پرچاوې جوړول پکې شامل دي لس سلنه بشپړې شوې دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کجکي بند د دویم فاز د لومړۍ او دویمې برخې د چارو په بشپړېدو سره به د نوموړي بند د اوبو زېرمه کولو وړتیا له یو مېلیارد متره مکعب څخه ۲.۰۲ مېلیارد متره مکعب ته، د اوبولگولو وړتیا له ۱۰۰۰۰۰ هکتاره څخه ۲۷۶۰۰۰ هکتارو ته او د برېښنا د تولید وړتیا به له ۵۱ مېگاواټو څخه ۱۵۱ مېگاواټو ته لوړه شي.:« په یاده پروژه کې گڼ شمېر د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توگه د کار زمینه چمتو شوې ده، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي له برېښنا څخه برخمن شي.»

    د یو بل خبر له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت د کندهار د ظاهرشاهي کانال د اوبو د وېش ۱۳ دروازې رغولي دي.

    د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو کندهار کې د ظاهر شاهي کانال د اوبو د ښه تنظیم، کنټرول او وېش په موخه د نوموړي کانال د اوبو د وېش ۱۳ دروازې ورغولې او یوه نوي دروازه نصب کړه او همدارنگه یې د د ساتنې او څارنې چارې هم تر سره کړې.

    دغه کانال د کندهار ښار په گډون څو ولسوالیو ته د اوبو رسولو په برخه کې اړین رول لري او د زرگونو هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا هم لري.

    مخکینۍ مقالهغزې ته د مرستو رسولو بېړۍ روانې شوې دي
    راتلونکي مقاله بلوچ ازادي غوښتوونکي: په هرنایي کې مو درې پاکستاني پوځیان وژلې دي

    مربوطه لیکنې

    تېره یوه ورځ ۴۳۱ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

    27 جولای 2026

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 جولای 2026

    تېره یوه ورځ ۴۳۱ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

    د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، د یکشنبې په ورځ (د زمري…

    نتانیاهو ویلي، د غزې، لبنان او سوریې په اړه به خپل دریځ بدل نه کړو

    27 جولای 2026

    پنټاګون وایي، له یران سره جګړه کې ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپیان شوي

    27 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره یوه ورځ ۴۳۱ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

    27 جولای 2026

    نتانیاهو ویلي، د غزې، لبنان او سوریې په اړه به خپل دریځ بدل نه کړو

    27 جولای 2026

    پنټاګون وایي، له یران سره جګړه کې ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپیان شوي

    27 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.