Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»فرانسوي رسنۍ: په افغانستان کې پر داعش کړۍ راتنګه شوې او منځنۍ اسیا ته تللي دي
    افغانستان

    فرانسوي رسنۍ: په افغانستان کې پر داعش کړۍ راتنګه شوې او منځنۍ اسیا ته تللي دي

    صابر افغانصابر افغان31 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    فرانسوي لومنډ مجلې په یو مطلب کې لیکلي چې طالبانو په افغانستان کې د داعش په خراسان څانګې کړۍ راتنګه کړې ده.

    مطلب کې ویل شوي چې د داعش – خراسان جنګیالیو اوس په منځنۍ اسیا کې ځان ته نوی ځای موندلی دی.

    په مسکو کې د داعش – خراسان د تیرې اوونۍ خونړي برید کې ۱۴۴ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

    دغه برید کې څلور تنه تاجکستانیان ښکیل وو چې د روسي عسکرو له لوري ژوندي نیول شوي او اوس یې محاکمه روانه ده.

    په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسیدو مخکې او وروسته داعش – خراسان سخت ځپل شوی دی او افغان حکومت یې له برید وړاندې ډیر بریدونه شنډ کړي دي او ګڼ کسان یې نیولي دي.

    بلخوا رویټرز بیا په خپل یو راپور کې چې دوه ورځې وړاندې نشر شوی ویلي چې د داعش – خراسان څانګې مشر ثناء الله غفاري له افغانستانه په ټپي حالت کې تښتیدلی او اوس د پاکستان بلوچستان کې ژوند کوي.

    ۲۹ کلن ثناءالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، په ۲۰۲۰ کې د داعش – خراسان څانګې مشر ګومارل شوی دی.

    داسې ګومان کیږي چې داعش – خراسان اوس د طالبانو د سخت فشار له امله د افغانستان په ګاونډ کې د طالبانو پر ضد ځان منسجم کوي او له هماغه ځایه د بریدونو طرحې جوړوي، خو بریدونه یې د افغان حکومت له لوري له واقع کیدو مخکې خنثی کیږي.

    نړۍ ته په کار ده چې د داعش د ځپلو له پاره له افغان حکومت سره همغږي وکړي او تجربې یې ترلاسه کړي.

    مخکینۍ مقالهلبنان: د ملګرو ملتونو په څارونکو د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی
    راتلونکي مقاله کورنیو چارو وزارت: په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۲ تنه نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    کابل کې د ترکيې نوي سفير له مولوي اميرخان متقي سره تعارفي ليدنه ترسره کړې

    3 فبروري 2026

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    3 فبروري 2026

    هند له افغانستان سره د مرستو لپاره یو نیم میلیارد روپۍ ځانګړې کړې

    3 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 فبروري 2026

    کابل کې د ترکيې نوي سفير له مولوي اميرخان متقي سره تعارفي ليدنه ترسره کړې

    ايران وايي له امريکا سره د اټومي خبرو بیا پيل ارزوي

    3 فبروري 2026

    زلینسکي د روسیي پر رېل پټلیو د ځوابي بریدونو امر کړی

    3 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کابل کې د ترکيې نوي سفير له مولوي اميرخان متقي سره تعارفي ليدنه ترسره کړې

    3 فبروري 2026

    ايران وايي له امريکا سره د اټومي خبرو بیا پيل ارزوي

    3 فبروري 2026

    زلینسکي د روسیي پر رېل پټلیو د ځوابي بریدونو امر کړی

    3 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.