Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»لوگر کې شپږو تنو ته تعزیري سزا ورکړل شوې
    افغانستان

    لوگر کې شپږو تنو ته تعزیري سزا ورکړل شوې

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش6 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان ستره محکمه وايي، د لوگر د محمداغې ولسوالۍ ابتدایه محکمې د حکم پر بنسټ د یوې ښځې په گډون شپږو تنو ته چې په لواطت او زنا متهم وو په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

    له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د لوگر د جهادي مدرسې مهتمم عبدالله سليم له قوله ویل شوي، چې په کومه ځمکه چې د الله ﷻحکم عملي شي هلته څلوېښت کاله د الله ﷻ رحمت نازلېږي.: «موږ د الله تعالی ډېر شکر گزار يو چې زموږ پر ژوند يې اسلامي نظام حاکم کړ، دا دی اوس د الله تعالی احکام جاري کوو، په تعزير او حدودو سره ټولنه له فساده پاکېږي او په کومه ځمکه چې د الله تعالی حدود جاري شي، څلوېښت کاله په هغه ځمکه د الله تعالی رحمت نازلېږي.»

    په خبرپاڼه کې د محمداغې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې قاضي روح الله غالب له قوله ویل شوي، موږ ژمن يو چې د الله تعالی احکام به په دې ځمکه جاري کوو او په دې برخه کې له هېچا وېره هم نه لرو.

    د يادونې وړ ده، چې مربوطه محکمې د یادو متهمینو له ډلې يو متهم ته د (۳۵) دُرو تعزيري سزا او يو کال تنفيذي بند، دويم متهم ته د (۲۵) دُرو تعزيري سزا او يو کال تنفيذي بند، درېيم متهم ته د (۳۹) دُرو تعزيري سزا او يو کال تنفيذي بند، څلور متهم ته د (۳۵) دُرو تعزيري سزا او دوه کاله تنفيذي بند، پینځم متهم ته د (۳۹) دُرو تعزيري سزا او دوه کاله تنفيذي بند او شپږمې متهمې ته د (۳۵) دُرو تعزيري سزا او دوه کاله تنفيذي بند حکم کړی و، چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تایید وروسته پر متهمينو تطبيق شو.

    مخکینۍ مقالهکندهار کې د ظاهر شاهي کانال د ویجاړو شوو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې
    راتلونکي مقاله اسرائیلي چارواکو د ایران تر ګواښ وروسته بیړنی حالت اعلان کړی دی

    مربوطه لیکنې

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر: کابل کې ديپلوماتیک حضور سفارت کچې ته لوړوو

    10 اکتوبر 2025

    خوست کې د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله درې برابره زیات شوي

    10 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 10 اکتوبر 2025

    ملي دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ د دې کرغېړن اقدام عواقب به د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

    روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنې درانه هوایي بریدونه کړي

    10 اکتوبر 2025

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر: د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

    10 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملي دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ؛ د دې کرغېړن اقدام عواقب به د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

    10 اکتوبر 2025

    روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنې درانه هوایي بریدونه کړي

    10 اکتوبر 2025

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر: د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

    10 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،044 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.