ملا حمدالله فطرت وايي، ملا محمد حسن اخند، د افغانستان لپاره د بلاروس غیر مقیم سفیر او ځانګړي استازي الکساندر اوګورودنیکوف باورلیک ومانه.
د معلوماتو له مخې، د باورلیک سپارلو په دغو مراسمو کې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو په اړه خبرې شوي.
د افغان حکومت رئیس الوزراء ويلي، د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اړیکو نوی فصل د باور او اړیکو پیاوړتیا ښيي او د نوي سفير د ماموريت پیل به د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکي لا پیاوړې کړي.
په ورته مهال، د بلاروس سفیر او ځانګړي استازي د خپل ماموریت په پیل خوښي ښودلي او ويلي یې دي، چې هیواد به یې د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو کې بلاروس ته د افغانستان د مختلفو پلاویو تګ راتګ د دې لامل شوی، چې بلاروس سره د افغانستان پر اړیکو باور لا زیات شي.


