Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د اسلامي همکاریو سازمان: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی
    افغانستان

    د اسلامي همکاریو سازمان: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی

    صابر افغانصابر افغان21 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان د سر منشي ځانگړي استازي طارق علي بخیت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

    له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانگړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره چې د بشري حقونو، اقتصاد، ټولنیزو او ځوانانو چارو مسوولینو هم پکې حضور درلود، وکتل.

    په خبرپاڼه کې د حنفي له قوله ویل شوي، چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان ته درناوی لري او د یاد سازمان د مسوولینو مشورو د قدرداني ترڅنگ یې له افغانستان سره د اړیکو لا زیاه او پراختیا غواړي.

    د اسلامي همکاریو سازمان استازي طارق علي بخیت ویلي، دغه سازمان به د افغانستان ستونزې او واقعي تصویر نړۍ ته منعکس کړي.:«د اسلامي نړۍ درد او رنځ شریک دی او باید اسلامي هېوادونه د دغو ستونزو د حل په موخه گډې هڅې وکړي.»

    ښاغلي حنفي ویلي، افغانستان له جنگ څخه د حکومتولۍ پر لوري گام اخلي، بناً په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستو ته اړتیا ده او ټینگار یې وکړ چې د اسلامي امارت استازي دې په گامبیا کې د دغه سازمان په راتلونکی غونډه کې وروبلل شي، ترڅو د اسلامي همکاریو سازمان د مسوولینو مشورې واوري او ترڅنگ یې په افغانستان کې موجوده واقعیتونه هغوی ته ورسوي.: «د اسلامي امارت پالیسي داده چې د افغانستان له خاورې به هېچاته گواښ نه متوجه کېږي، موږ پر اقتصاد محوره سیاست تمرکز لرو او د هېڅ هېواد په چارو کې لاسوهنه نه کوو، خو له هغوی هم غواړو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.»

    د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اجرائيوي رئیسې نوره الرشود ویلي، افغانستان ته یې د خپل سفر پر مهال ښه پرمختگونه لیدلي، دا د هغه منفي انځور برعکس دي چې د افغانستان په اړه په رسنیو کې منعکسېږي.

    نوموړې ویلي، موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو.

    مخکینۍ مقالهبادغیس کې پرو سږکال ۸۷زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي
    راتلونکي مقاله کابل امنیه قومندانۍ یو ماشوم له څلورو کلونو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلی

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    18 اگست 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وياند اسماعيل بقايي: موږ د افغانستان له حکومت سره ډېر تعاملات لرو او په مناسب وخت کې به یې د رسميت پېژندنې پرېکړه وکړو

    18 اگست 2025

    اقتصادي معاونیت: افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي

    18 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 18 اگست 2025

    مخالفي ډلې د اړیکو د نویو فصلونو د ایجاد په لټه کې دي

    علي میثم نظري او محقق د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د دې هېواد…

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    18 اگست 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وياند اسماعيل بقايي: موږ د افغانستان له حکومت سره ډېر تعاملات لرو او په مناسب وخت کې به یې د رسميت پېژندنې پرېکړه وکړو

    18 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مخالفي ډلې د اړیکو د نویو فصلونو د ایجاد په لټه کې دي

    18 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    18 اگست 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وياند اسماعيل بقايي: موږ د افغانستان له حکومت سره ډېر تعاملات لرو او په مناسب وخت کې به یې د رسميت پېژندنې پرېکړه وکړو

    18 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،000 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،945 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،966 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.