Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»واخان؛ هغه اقتصادي دهلیز چې افغانستان د پاکستان له تکیې خلاصوي
    لیکني

    واخان؛ هغه اقتصادي دهلیز چې افغانستان د پاکستان له تکیې خلاصوي

    صابر افغانصابر افغان6 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    واخان دهلیز د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې پروت دی چې جوړول یې د افغانستان په سوداګرۍ او اقتصاد ژور اغیز پریباسي.

    واخان دهلیز ۳۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې افغانستان له چین سره نښلوي.

    افغانستان اوس مهال له چین سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او تمه ده چې راتلونکي کې به دغه اړیکې نورې هم نږدې شي.

    چین د نړۍ په کچه دویم ستر قوت دی. له چین سره مثبت او ګټور تعامل کولی شي د افغانستان وضعیت بدل کړي.

    چین او افغانستان د سوداګرۍ مستقیمه لاره نه لري او صادرات او واردات د ګاونډیو هیوادونو له لارې کوي.

    تیر کال د دواړو هیوادونو تر منځ شاوخوا یو میلیارد ډالرسوداګري شوې چې افغانستان ته د چین د صادراتو کچه په کې لوړه وه.

    افغانستان اوس وخت کې له بل هر هیواد څخه ډیر له چین سره سوداګري کوي.

    افغانستان د منځنۍ اسیا له لارې هم له چین سره سوداګري کوي، خو ډیره سوداګري یې د پاکستان له لارې ده.

    افغان سوداګر چینایي توکي د پاکستان بندرونو ته لیږدوي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته راوړل کیږي.

    د پاکستان له لارې له چین سره د افغانستان سوداګري ځینې مهال له ستونزو سره مخ وي او بله مهمه موضوع د واټن هم ده.

    که چیرې افغانستان د واخان له لارې له چین سره وصل شي، نو د پاکستان له لارې به د افغانستان د سوداګرۍ ستونزې حل شي او هم به د افغان سواګرو مالونه ژر او په لږ وخت کې افغانستان ته راورسیږي.

    راپورونه وایي چې افغان حکومت د واخان دهلیز په جوړولو کار پیل کړی دی.

    څو ورځې وړاندې ټولنیزو شبکو کې یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت واخان دهلیز کې د روان کار څخه لیدنه کوي.

    د واخان دهلیز له لارې له چین سره د افغانستان نښلول به د افغانستان په سوداګرۍ کې لوی بدلون راولي.

    واخان دهلیز د افغانستان له پاره د پاکستان د بندرونو ښه بدیل کیدی شي.

    مخکینۍ مقالهاطلاعاتو او کلتور وزارت: د کابل د زوړ ښار د ودانیو د تاریخي سبک او معمارۍ اروزنه کېږي
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې خپل منځني اختلافات

    مربوطه لیکنې

    له پاکستان سره د جبهو پټې ناستې؛ د ناوړه معاملو تکرار او د طرحو ناکامي

    31 اکتوبر 2026

    د مقاومت ډلې انشعابونه؛ د میراثي رهبرۍ او انحصار زوال

    24 اکتوبر 2026

    د نیابتي جبهاتو رواني جګړه؛ د ټولیز امنیت ضد اعلامیو تر شا پټې موخې

    23 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 31 اکتوبر 2026

    امريکا پر اوکراین د ۲.۱ ميليارد ډالرو په ارزښت د پاټريوت‌ دفاعي سيسټم د توغنديو پلور تاييد کړ

    رويټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته د ۲.۱ میلیارد…

    له پاکستان سره د جبهو پټې ناستې؛ د ناوړه معاملو تکرار او د طرحو ناکامي

    31 اکتوبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    31 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امريکا پر اوکراین د ۲.۱ ميليارد ډالرو په ارزښت د پاټريوت‌ دفاعي سيسټم د توغنديو پلور تاييد کړ

    31 اکتوبر 2026

    له پاکستان سره د جبهو پټې ناستې؛ د ناوړه معاملو تکرار او د طرحو ناکامي

    31 اکتوبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    31 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،272 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.