په دې وروستیو کې د تش په نوم مقاومت جبهې په صفوفو کې ژور او بنسټیز درزونه رامنځ ته شوي دي، چې د دې جریان د ننه د واک پر سر ناخوالې او د انحصارګرۍ پالیسۍ نورې پټې نه شي ساتلای. د دغه جریان د یوه مخکښ غړي حفیظ منصور وروستیو څرګندونو له دې ټولو ستونزو پرده پورته کړې ده او هغه حقایق یې په ډاګه کړي دي، چې مخکې یې په اړه مستندې مقالې خپرې شوې وې. د نوموړي څرګندونې د دې خبرې واضح ثبوت دی چې دغه تش په نوم جبهه د خپلو داخلي ناخوالو، شخصي انحصار او بېلابېلو سلیقوي اختلافاتو له امله د پاشل کېدو په حال کې ده.
د دې انشعابونو او اختلافاتو یو تر ټولو لوی لامل د احمد مسعود له لوري د رهبرۍ او پرېکړو مطلق انحصار دی. د میراثي رهبرۍ پر بنسټ ولاړ دا جریان د دې توان نه لري چې د نورو مشرانو او په اصطلاح متحدینو نظرونو ته ځای ورکړي، چې پایله یې په صفوفو کې د پراخ واټن رامنځ ته کېدل شوه. د حبیب الله حسام او ځینو نورو مهمو څېرو په څېر د افرادو خپګان، د اړیکو پرېکول او د جبهې له کړنو څخه د دوی ناراضي هغه څرګند حقایق دي چې ښيي دا جریان نور هېڅ ډول داخلي همغږي او تکیه ځای نه لري.
سربېره پر دې، د مالي فساد پراخې قضیې او د بهرنیو مرستو او راټولو شویو سرچینو په وېش کې خیانت هغه بل لوی ټکی دی چې د دغه جبهې د داخلي اختلافاتو د زور اخیستو لامل ګرځېدلی. د دغه جبهې غړي او مشران د یوې ګډې او روښانه ملي تګلارې پر ځای په خپلو منځونو کې د واک، امتیازاتو او مالي سرچینو پر سر په جګړه بوخت دي. په تېرو پنځو کلونو کې د دوی د لاسته راوړنو کچه صفر ته نږدې ده؛ د فکري، سیاسي او نظامي بریاوو پر ځای دوی یوازې د هېواد د بدنامولو او د خپلو شخصي او کورنیو ګټو د خوندي کولو لپاره کار کړی دی.
د حفیظ منصور پرله پسې اعترافات او د نورو انشعابونو احتمال دا په ډاګه کړې چې د دغه تش په نوم مقاومت ډلې راتلونکی له تیارې او حتمي ماتې سره مخ دی. کله چې دغسې یو حرکت د مشروعیت، ولسي ملاتړ، شفافیت او عدالت پر ځای پر انحصار، میراثي فکر او مالي فساد ولاړ وي، د هغه پایله حتماً پر بې باوریو پیل او بیا پر انشعاب پای ته رسېږي.
د مقاومت ډلې د اوسنۍ رهبرۍ او فعالیتونو وروستۍ پایله دا ده چې دغه جریان هېڅکله هم د دې وړتیا نه لري چې د افغان ولس د استازیتوب دعوه وکړي، ځکه چې د دوی په منځ کې دننه د مشرتابه او واک پر سر سختې ناندرۍ روانې دي. د یوې عادلانه او فکري تګلارې نشتوالی، د میراثي واک زوال او د پردیو په تمه ناسته د دې لامل شوې چې د مقاومت دا تش په نوم جبهه د تل لپاره خاموشه او د ناکامۍ کندې ته واچوي. د دې جبهې پاشلتیا او انشعاب د هر هغه شوم تحرک لپاره د عبرت درس دی چې د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ د افغان مؤمن او مجاهد ولس په خلاف جوړ شوی وي.
د مقاومت ډلې دغه روان انشعابونه او د انحصارګرۍ زوال د دې حقیقت ښکارندويي کوي، چې نور د دروغو او تشو شعارونو وخت تېر شوی دی. هغه کسان چې د پردې شا ته یې د خپلې کورنۍ او ځانګړې حلقې د واک د دوام لپاره دا پروژه پر مخ بېوله، اوس خپله د خپلو کړنو د زهرجنو پایلو قرباني شوي دي. د دغو جبهاتو راتلونکی د بشپړ انشعاب، رسوایۍ او تباهۍ پرته بل هېڅ نه دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


