لیکوال: اېمل پښتون
رټل شوې او لار ورکې څهرې، له ټولنې څخه استفراق شوي شخصیتونه، له افغانستان څخه تښتېدلي سیاسیون، چې د جمهوریت په دوران کې یې هېواد د شخصي امپراطوریو تر پښو لاندې غوبل کړ.
دوئ ته غرب امتیازات ورکړل، ترڅو د دې احساس وکړي چې په نور ملت فوقیت لري. دا د غرب هغه روزل شوی داخلي لښکر دی، چې د ملت پر وړاندې د غرب له ګټو څخه دفاع کوي.
غرب هم پر دې منښت (اعتراف ) کوي، چې وړوکي، پُست او بې همته اشخاص، زموږ د سترګو په وړاندې غټ او ابلوڅ (بالغ) شول.دغه بلوغ د دې لامل شو؛ چې افغانستان یې په شخصي جزیرو ووېشه.
د واک پر ګدۍ ناست لنډغر، چې د چا له خوا بلوغ ته رسېدلي وو، د همغه پر پلان یې په بېلابېلو لارو قومي، فکري او عقيدوي ډول هېواد تجزیه کړ.
بالاخره همغسې تجزیه شوي بهر ته وتښتېدل، هر یوه د خپل بادار غېږې ته ځان ورساوه، دوئ هر یو د خپل بادار په حکمت ویاړي، که څه هم غټ احمق ووسي، د هغه له اصلیت څخه دفاع کوي، که څه هم هغه له ټيټو خلکو څخه وي، د هغه بیهوده نظریاتو ته به زر ډوله فلسفه جوړوي، په کامل همت به د هغه د احکامو او سیاست مبررات څرګندوي، هر څومره چې هغه ظلم کوي او ناځوانه ووسي دوئ به یې عظمت بیانوي.
حتی د اسرائیلي صهیونستیانو وحشیانه کړنې د دوی حق بولي، او د حماس برید تر غندنې لاندې راولي، دا هغه نقطه ده؛ چې دوی له ابراهيمي ملت څخه بېلوي او پر لوی کفري اشر ورګډېږي، دوی چې هر فکر لري، خو کفر یې د اسلام پر وړاندې استعمالوي.
خلک دې په دې پوه شي، چې له دوئ سره ناسته خلک سپکوي او تاريخي پیغور په میراث درته پرېږدي.
پر ملت د فوقیت احساس د دې لامل شو، چې دوی یو ځل بیا خپل سیاسي تحرکات پیل کړي، ډلې/ ټپلې یې جوړې کړي او غواړي افغانستان په یو بل ازمايښت کې واچوي.
خو لله الحمد اسلامي امارت په دې توانېدلی، چې د داعش غوندې نړیواله فتنه ګره ډله وځپي او شتون یې محوه کړي، نور لږکي خو د پښو په غوبل کې هم له خاورو سره سمولی شي.