د هوا پېژندنې اداره وايي، نن او سبا ته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورې اټکل کېږي، چې له امله به یې په ځینو سیمو کې سېلابونه هم راووځي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالې هوا پېژندنې ارگانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.: «په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانگړې توگه د (د بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کابل، لوگر، میدان وردگ، کونړ او لغمان) سیندونو به د اوبو کچه لوړه شي.»
په خبرپاڼه کې د ټولو هغو هېوادوالو غوښتل شوي، چې د سیندونو پر غاړو استوگن دي، د سېلابونو راوتلو مخکې خپل او ځان ساتنې په موخه دې د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تگ راتگ څخه ډډه وکړي.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې په هېواد کې پرلهپسې وروښتونه ورېږي، چې له امله یې گڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.که څه هم وروستیو ورښتونو د سختې وچکالۍ وېره له خلکو ختمه کړې، خو خلکو ته یې زیانونه هم اړولي دي.