Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د سمیع سادات هېواد ضد استخباراتي مأموریت او پټې دسیسې
    تبصرې

    د سمیع سادات هېواد ضد استخباراتي مأموریت او پټې دسیسې

    عمران آغاعمران آغا8 نوومبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هندوکش‌‌غږ له خوا د تش په نوم متحدې جبهې د مشر سمیع سادات او لغمان د پخواني امنیه قوماندان الله داد فدايي ترمنځ تبادله شوي غږیز کلیپونه خپاره شوي دي؛ په دې غږیزو پیغامونو کې یو ځل بیا د افغانستان د بدنامو او تېښتېدلو څېرو اصلي او خائنانه څېره د ملت په وړاندې بربنډه شوه. دغه پیغامونو له هغو استخباراتي پروژو پرده پورته کړې، چې د پردیو په ملاتړ د افغانستان د ثبات په ضد پلان شوې وې او غوښتل یې په افغانستان کې د پوځي رژیم شومې موخې تحقق کړي.

    په هغه غږیزو کلیپونو کې چې د هندوکش‌غږ له خوا خپاره شوي دي، دواړو لوریو د تش په نوم آزادۍ جبهې او د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر په غړو تور پورې کړی چې د پيسو په بدل کې په تمثیلي او نمايشي توګه دوه ډزه کوي، ویډيو ترې کوي او نور تښتي؛ خو د دوی په وینا چې ملګري به یې داسې نه کوي، بلکې د خپلو وفادارو ملګرو په مرسته به رازونه ساتي او بنسټیز کارونه به مخ ته وړي. له دې ښکاري چې یو خو پخپله د مخالفینو په منځ کې د یو بل په وړاندې داخلي اختلافات او مخالف لیدلوري شته او بل دا چې سمیع سادات په ډېرې وفادارۍ دې استخباراتي مأموریت ته را دانګلي دي.

    سمیع سادات په داسې حال کې چې مخکې یې په خپلو رسنیزو څرګندونو کې اوسنی افغان حکومت د پاکستان په ملاتړ تورناوه، په سپینو سترګو یې حتی د پوځي رژیم د ملاتړ غوښتنه لا ردول او ځان یې د دغه رژیم له ملاتړه خلاص باله، په غږیزو پیغامونو کې په خورا افتخار سره وايي، چې د کرښې هغې غاړې ته راغلی، هلته مېشت دی، مهمات یې ترلاسه کړي او د انتقال پر چارو یې بوخت دی. دغه څرګندونې د پوځي رژیم د غلامۍ څرګند ثبوت او د ټولو هغو مخالفینو پر تندي تور داغ دی، چې ځان د پردیو له نیابت پاک ګڼي، خو بېرته د اسلام آباد د پوځي استخباراتو د لاسپوڅو په توګه د ورانکارۍ او ناامنۍ د تحرکاتو رامنځته کولو او د پردیو اهدافو د پلي کولو لپاره کار کوي.

    په داسې حال کې چې افغان ملت نن ورځ د سولې، ثبات او پرمختګ پر لاره روان دی، سمیع سادات او د ده په څېر تښتېدلې شریر عناصر هڅه کوي چې د نورستان او لغمان د غرنیو لارو په کارولو سره هېواد ته د داسې چا له لوري وسلې او تخریبي مواد راولېږدوي، چې هېڅکله یې د افغانستان د ثبات او پرمختګ پلوي نه ده کړې. د مخالفینو له خوا د ورانکارۍ هڅې د دې حتمي ثبوت دی چې دغه تښتېدلي مخالفین د افغانستان د ورانولو او عامو خلکو د وینې تویولو په بدل کې له بهرنیو بادارانو څخه امتیازات ترلاسه کوي.

    افغان ځورېدلی ملت باید د دغو تښتېدلو، نمایشي او وطن پلورونکو کړیو د شومو دسیسو، خیانتونو او دوه مخيتوب پر وړاندې لا زیات ویښ او بیدار و اوسي. دا تش په نوم جبهې او په پردیو پورې تړلې حلقې په رسنیزو خیالي شعارونو کې د ملت د حقونو نارې وهي، مګر په پټه بیا د هماغه پاکستان په غېږ کې ناست دي چې کلونه کلونه یې د دې خاورې د تباهۍ او وینو تویولو لپاره کار کړی دی او د افغان ملت پر وړاندې یې تر ټولو لویه جفا همدغه ده چې د پردیو په تمویل د هېواد امنیت او ثبات سبوتاژ کوي.

    مخکینۍ مقالهغزه کې د توپان او سېلابونو له امله د بې ځایه شویو ۷۰ زره خېمې تر اوبو لاندې شوي

    مربوطه لیکنې

    آزادۍ جبهه کې تازه انشعاب؛ یاسین ضیاء به تنها پاتې کېږي

    1 نوومبر 2026

    د پاکستان او امریکا ګډه توطیه؛ د افغانستان او سیمې په وړاندې نوې سناریو

    1 نوومبر 2026

    د استخباراتي لوبو ماتې؛ د میراثي رهبرۍ او انحصاري جبهې ترخې پایلې

    24 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 8 نوومبر 2026

    د سمیع سادات هېواد ضد استخباراتي مأموریت او پټې دسیسې

    د هندوکش‌‌غږ له خوا د تش په نوم متحدې جبهې د مشر سمیع سادات او…

    غزه کې د توپان او سېلابونو له امله د بې ځایه شویو ۷۰ زره خېمې تر اوبو لاندې شوي

    8 نوومبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    8 نوومبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سمیع سادات هېواد ضد استخباراتي مأموریت او پټې دسیسې

    8 نوومبر 2026

    غزه کې د توپان او سېلابونو له امله د بې ځایه شویو ۷۰ زره خېمې تر اوبو لاندې شوي

    8 نوومبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    8 نوومبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،202 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،150 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،274 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.