د افغانستان بانک مسوولین وايي، د یاد بانک پلاوی مالیزیا ته تللی او د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په کلنۍ کنفرانس کې یې گډون کړی دی.
له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په لومړۍ غونډه کې د اسلامي بانکوالۍ د تمویلاتو اړوند تکافل، صکوکو، زکات وقف او همدارنگه بانکي معاملاتو پر برېښنایي کېدو، خطراتو د مدیریت، مقرراتي چوکاټونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه وشول.
«دا غونډه د مالیزیا د مرکزي بانک په کوربهتوب د مرکزي بانکونو د اسلامي بانکوالۍ له اړوندو برخو سره جوړه شوې وه. پهدې غونډه کې د افغانستان، ترکیې، عمان، برونای، یمن، متحده عربي اماراتو، پاکستان او مالیزیا د مرکزي بانکونو استازو گډون کړی وو. په یاده غونډه کې د مرکزي بانکونو د شریعه بورډونو تر منځ د همغږۍ په رامنځته کېدو بحث وشو چې غړي هیوادونه به اړوند مهم بانکي موضوعات د مشورو او حللارو موندلو په موخه له یو بل سره شریکوي.»
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بانک پلاوي په راتلونکي کې د یادې غونډې لپاره د کابل د کوربهتوب وړاندیز وکړ او د مالیزیا ورسره په اصولو کې موافقه وکړه.
په مالیزیا کې د نړۍ د گڼو اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو رئیسانو د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم غونډه جوړه شوې، چې د افغانستان بانک پلاوي په یاده غونډه کې د گډون سربېره له گڼو نړیوالو بنسټونو استازو سره لیدلي دي.
«د دې سفر په اوږدو کې د افغانستان بانک پلاوي د مالیزیا د اسلامي بانک، سټانډرډ چارټر صادق بانک، د مالیزیا د پانگونې بانک او نورو اسلامي بانکونو او مالي مؤسساتو له عمومي رئیسانو او استازو سره بېلابېلې لیدنې کتنې وکړې. په دې لیدنو کې د افغانستان له بانکونو سره د متقابلو بانکي اړیکو په رامنځته کولو او تخنیکي همکاریو خبرې وشوې.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي بانکوالۍ او ملاتړ انستېتوت ژمنه کړې، چې د افغانستان بانک او بانکي سکتور کارکوونکو ته به د اسلامي بانکوالۍ اړوند د لنډ مهاله روزنیزو پروگرامونو او اوږد مهاله لوړو زدهکړو په برخه کې زمینه برابره کړي.