له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ادارې ویلي، چې د یادې ادارې لوی رئیس ملا نورالدین ترابي د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د جنیوا دفتر له مشرې سوفیا کالتورپ او مل پلاوي سره په لیدنه کې د بشري مرستو او د لټون او ژغورنې ډلو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، ترابي د بشري چارو په برخه کې د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی او له دغه سازمان څخه یې د رضاکارو او لټون او ژغورنې ډلو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د UN Women د جنیوا دفتر مشرې د لټون او ژغورنې ډلو د جوړولو او پراختیا لپاره د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د دې موخې لپاره یې یوه اندازه بودجه ځانګړې کړې او د لا زیاتو مالي سرچینو د برابرولو هڅې هم کوي.
دواړو لورو د اغېزناکو بشري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د خپلو ادارو ترمنځ پر نږدې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.


