لیکوال: عادل افغان
په افغانستان کې د امریکايي ښکېلاک او اشغال د ټغر له ټولېدو او له شرمه ډکې ماتې وروسته، د دغه هېواد چارواکي په پرله پسې توګه د عامه اذهانو د تېر ایستلو لپاره بېلابېلې څرګندونې کوي.
دوی خپله ناکامي کله د دوی پر لاسپوڅې ادارې ور اچوي، کله بیا د سیمې هېوادونه ملامتوي، کله هم د اشرف غني تېښته د خپلې ناکامۍ علت بولي او کله بیا د دوحې تړون د خپلې ناکامۍ اصلي علت بولي.
د همدې څرګندونو په دوام، تازه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان فرانک مکنزي خبرې د رسنیو د سر ټکی ګرځېدلی دی.
هغه له سي بي اېس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د دوحې تړون په افغانستان کې د امریکا د ماتې او د تېرې افغان ادارې د پاشل کېدو اصلي علت و.
نوموړي ویلي چې واشنګټن له طالبانو سره د دوحې په تړون کې سترې تېروتنې وکړې او دغه تړون د امریکا د رسمي ماتې او تېرې افغان ادارې د پاشل کېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شو.
دا یوازې مکنزي نه دی چې د خپلې ماتې او ناکامۍ له کبله غواړي ذهنیتونه بلې خوا ته واوړوي، بلکې ډېرو نورو امریکایي سیاسیتوالو، نظامي چارواکو او ډيپلوماتانو هم ورته څرګندونې کړي، خو یو څه چې دوی ټول پرې سره په یوه خوله دي، هغه د دوی ماتې ده چې ټول یې مني، خو اصلي پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې اصلي علت څه و؟! دا پوښتنه څو اړخیره ده، هڅه کوو چې په دې لیکنه کې یې تر ممکنه بریده را وشاربو.
کله چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې امریکا او ناټو پر افغانستان برید کاوه، د امریکا د هغه وخت ولسمشر بوش په ډېر غرور او کبر سره وویل چې دوی به طالبان د ځمکې له مخې ورک کوي او هېڅ ځای به د دوی لپاره خوندي نه وي.
له همدې کبله یې ټوله نړۍ له ځانه سره یوځای کړه او پر افغانستان یې برید وکړ. هغه مهال اسلامي امارت هم د ملکي وګړو د خوندیتوب او ویجاړۍ د مخنیوي په موخه له ښارونو شاتګ وکړ او د جګړې او د جهاد د نوي موسم د پیل لپاره یې چمتووالی پیل کړ.
دې چارې امریکايان، د هغوی متحدین او دغه راز لاسپوڅې افغان اداره ډېر زړور کړل او فکر یې کاوه چې ګواکې طالبان یې په بشپړه توګه له منځه وړي او افغانستان نور د تل لپاره د دوی ظالمانه پنجو ته ولوېد، خو دوی له دې ناخبره وو چې په لنډه موده کې به دا هرڅه بدل شي، افغانستان به د نورو امپراتوریو په څېر د دوی لپاره هم پر هدیرې بدلېږي او افغان شازلمي به د دوی د ټپوسانو ښکار پیل کړي.
په پیل کې د افغانستان په جنوب کې د دوی پر وړاندې سختې جګړې پیل شوې چې لسګونه او ان سلګونه عسکر یې پکې له لاسه ورکړل، زغره وال ټانګونه، ژوبلې او نورو امکانات او وسایل یې پکې له منځه ولاړل. دې چارې یو ځل بیا سپینه ماڼۍ او د دوی متحدین ووېرول او خوبونه یې له سترګو وتښتول.
له همدې کبله یې خپل وحشت څو چنده کړ، چاپې یې پیل کړې، د محلي پولیسو او اربکیانو په نوم یې د ټولنې له خوا رټل شوي، غله، ډاکوان، ظالمان او نشهیان مسلح کړل او هڅه یې کوله چې پر هغوی مجاهدین وداړي او د دوی پر وړاندې د مبارزې روحیه کمزورې کړي.
د پوځي او نظامي برخې ترڅنګ دوی په فرهنګي، سیاسي او نورو ټولو جبهو کې د طالبانو پر وړاندې فشار ډېر کړ او هڅه یې دا وه چې د دوی له خوا د جګړې او مبارزې په شدت کې کموالی راولي، خو د دې هرڅه پایله برعکس وه، نه مبارزه سړه شوه او نه هم مبارزین کمزوري شول، بلکې په دوی کې د جهاد، د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ ولولې ورځ تر بلې په ډېرېدو وې او د خپل هېواد او خاورې د ازادۍ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وو.
امریکایانو او د دوی متحدینو نږدې شل کاله تر هر اخیز فشار وروسته، دې پایلې ته ورسېدل چې نور د اشغال دوام ورته هېڅ نه لري او نه هم د دغه ستر او عظیم ملت اراده ماتولی شي، ځکه دوی خپل ټول وسایل، امکانات، وسلې او ټکنالوژۍ وکارولې، وحشتونه یې وکړل، خو هېڅ یې ترلاسه نه شو کړای، نو ځکه یې ورو ورو خپلې پښې راټولولې او په دې ډاډه شول چې دلته یې هر ورځ پاتې کېدل ورته په ستره بیه تمامېږي او که پښې سپکې نه کړي د شوروي اتحاد، انګرېز او نورو اشغالګرو پر برخلیک اخته کېږي.
له همدې کبله یې له ډېر مجبوریته خبرو او سولې ته غاړه کېښوده، امریکایان له مجبورې ورځې د دوحې تړون ته اړ شول، دوی بل هېڅ چاره نه درلوده، نو ځکه باید امریکایي چارواکي، سیاسیون او پوځي چارواکي خپله شرمېدلې ماتې او مجبوره ورځ ومني، نور دې بهانې نه کوي او نه دې هم د عامه ذهنیتونو د بدولولو هڅه کوي، ځکه هرڅه د لمر په څېر روښانه وو، ګټلی او بایللی معلوم دي.
دوی ته اوس ښايي چې خپلو راتلونکو نسلونو ته دا درس ورکړي او دوی وپوهوي چې بیا هېڅکله هم دې خاورې او خلکو ته په بده ونه ګوري، کنه دوی به هم پر همدې ناوړه او له شرمه ډک برخلیک اخته کېږي.