د پانگونې بین الوزراتي کمېټې پهخپله نوبتي غونډه کې د خصوصي سکتور له لوري د پانگونې پر وړاندې شوو یو شمېر طرحو بحث کړی دی.
یادې کمېټې پهخپله نننۍ ناسته کې د بادغیس د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو، په جلال آباد ښار کې د سوداگریز مارکېټ او ځمکتلې لارې او په هرات کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو په وړاندې شوو طرحو بحث کړی.: «په ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته د جلال آباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداگریز مارکېټ او ځمکتلې لارې جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه.
د بادغیس د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو او په هرات کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو د طرحو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې د پانگونې بین الوزارتي کمېټې نظرونو ته په پاملرنې دې د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو ارزونې په موخه ناستې وکړي او راپور دې یادې کمېټې ته وړاندې کړي.»
یاده کمېټه پهخپلو نوبتي غونډو کې د خصوصي سکتور له لوري د پانگونې پر وړاندې شوو طرحو بحثونه کوي، چې ځینې یې منل کېږي او ځینې یې راتلونکو ناستو ته ځنډېږي.