مالیې وزارت د بېاسناده موټرو د ثبت او محصول بهیر د روان کال تر پایه غځولی دی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان حکومت د کابینې د پرېکړې او د مشرتابه د حکم له مخې د افغانستان لاس د بېاسناده(یو کیلي)موټرونو د ثبت او محصول بهیر د ۱۴۰۳ل کال تر پایه وغځاوه.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لاس یو کیلي موټرونو د ثبت او محصول په کړنلاره کې د خلکو اقتصادي حالت په پام کې نیول شوی او په داسې چارو غور شوی، چې د بېاسناده موټرونو خاوندان وکولی شي خپلو موټرونو ته په اسانۍ اسناد واخلي.
د خبرپاڼې له مخې، د بېاسناده موټرونو په محصول کې په لویه کچه تخفیف په نیول شوی دی.له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ماډل موټرونو ته ۷۰ سلنه تخفيف له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۹ ماډل موټرونو ته ۶۰ سلنه تخفيف له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۱ ماډل موټرونو ته ۵۰ سلنه تخفیف د یوې کیلي زغرهوال موټرونو لپاره ۵۰ سلنه تخفيف په پام کې نیول شوی دی.:«د افغانستان لاس د بېاسناده یو کیلي موترونو د ثبت او محصول بهیر به یو ځل بیا ډېر ژر د کابل، هرات، بلخ، ننگرهار، کندهار، کندوز، خوست او پکتیا په گمرکونو کې پیل شي، چې د چارو د ښه پرمختگ په موخه ورته واحد کاري مرکزونه جوړ شوي او ټول پړاوونه به یې تر یو چتر لاندې کېږي.»
د مالیې وزارت د یادو موټرونو له خاوندانو څخه غوښتي، چې له دې موکې څخه گټه واخلي او خپل موټرونو ته په ټاکلي وخت کې قانوني سندونه جوړ کړي.
په هېواد کې لا هم زرگونه موټرونه قانوني اسناد نه لري او په قاچاقي لارو هېواد ته راوړل شوي، چې اوسمهال یې د ثبت بهیر پیل شوی دی.