څلور کاله کېږي چې فرانسې د هغو ۲۴ الجزایریانو ککرۍ بېرته راولېږلې، چې کابو ۱۷۰ کاله وړاندې یې له فرانسوي استعمارګرو سره د جګړې پر مهال ترې سرونه پرې کړي وو؛ د دغو ککریو له ډلې یوه یې هم د شیخ موسی الدرکاوي ده، نوموړی د مصر اوسېدونکی و او د شیخ محمد بن حمزه ظفر المدني شاګرد و.
شیخ موسی په ۱۸۲۹ کال کې د الجزایر په مرکز کې هستوګن او د استعمار پر ضد له مقاومت سره یو ځای شو؛ نوموړی په ۱۸۴۹ کال کې له شیخ بوزیانه سره اوږه پر اوږه په جګړه کې ګډون کاوه، شیخ بوزیانه د الجزایر په شمال کې د زاتچا په کلي کې د استعمار پرضد د مقاومت مشري کوله.
د زاتچا کلي د محاصرې په جریان کې د شیخ بوزیانه په مشرۍ د الجزایري مقاومت مبارزینو د جنرال امیل هربیلونټ په مشرۍ له فرانسوي اشغالګرو سره سخته جګړه وکړه؛ دغه محاصره د اوسیس د سیمه ییزو خلکو په له منځه تلو سره پای ته ورسېده.
شیخ موسی او شیخ بوزیانه دواړه ژوندي ونیول شول، سرونه ترې پرې شول، رژه پرې جوړه شوه او وروسته یې ککرۍ د ټرافیو په توګه فرانسې ته یووړل شوې او هلته د انسان په نوم د پاریس په موزیم کې نندارې ته کېښودل شوې.
د دوی ککرۍ د زاتچا له جګړې ۱۷۱ کاله وروسته بېرته راولېږدول شوې!
دا د فرانسوي وحشت یوازې یوه کوچنۍ بېلګه ده؛ دوی په اروپا کې او په ځانګړې توګه له مسلمانانو سره د جګړې پرمهال هغه وحشتونه کړي چې ژبه یې له ویلو او قلم یې له لیکلو عاجز دی.
فرانسې په اروپا کې د مذهبي او فرقهيي جګړو پر مهال هم سلګونه زره انسانان په خورا وحشت او جنایت سره وژلي، زندانیان یې ربړولي او آن ژوندي یې تر خاورو لاندې کړي دي.
تر هغو که راتېر شو، دغه هېواد په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو اشغال پر مهال هم زرګونه بې ګناه افغانان په پوره قساوت او وحشت سره شهیدان کړل، زندانیان یې شکنجه کړل، د ودونو او جنازې پر مراسمو او دغه راز د ولسي خلکو پر عامو تجمعاتو یې بمبارۍ وکړې، خو جالبه دا ده چې همدا فرانسه اوس ځان د بشري حقونو مخکښ مدافع بولي او پر نورو هېوادونو له دې کبله تورونه او بندیزونه لګوي چې ګواکې غربي ډوله ارزښتونه پکې نه مراعات کېږي.
له بده مرغه زموږ یو شمېر هېوادوال هم بیا د بشري حقونو د دغو کاذبو مداریانو او دعوه دارو په تشو او له فرېبه ډکو شعارونو تېروځي او همدا شعارونه ورسره بدرګه او زمزمه کوي، خو دوی باید په دومره پټو سترګو قضاوت ونه کړي، لږ تر لږه دې یو ځل د دوی د جنایتونو او قساوتونو د تاریخ څو پاڼې هم راواړوي!