په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې نن د عاشورا مراسم رسماً پای ته ورسېدل؛ دا مراسم چې د محرم میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شوي وو، د همدې میاشتې په لسمه پای ته ورسېدل.
په افغانستان کې سږ کال د نورو کلونو په پرتله دا مراسم په ډاډمنه فضا کې په منظم ډول ترسره شول؛ په تېرو لسو ورځو کې د دغو مراسمو پر مهال په کابل او نورو ولایتونو کې هېڅ داسې کومه لویه امنیتي پېښه ونه شوه چې دا مراسم دې ګډ وډ او یا هم د تېر په څېر دې لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کښېنوي.
د تېرې جمهوري دورې پر مهال دا مراسم تل له خونړیو بریدونو او چاودنو سره مل وو او هر ځل به د هېواد په ګوټ ګوټ کې پکې لسګونو او ان سلګونو هزاره او شیعه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښته، خو په هېواد کې د نوي اسلامي حکومت له راتګ راهیسې دې چارې ته هم د نورو هغو په څېر پاملرنه ډېره شوې او دا مراسم هر کال په ډاډمنه فضا کې زموږ د شیعه او هزاره هېوادوالو له خوا لمانځل کېږي.
سږ کال هم د دغو مراسمو د خوندیتوب په موخه د هېواد په لویو ښارونو او ځانګړې توګه هغو ځایونو کې چې دغه مراسم پکې ډېر لمانځل کېږي، زرګونه امنیتي ځواکونه (ملي پولیس، ملي اردو او دغه راز د استخباراتو لوی ریاست منسوبین) ګومارل شوي وو، چې له کبله یې زموږ هزاره او شیعه هېوادوالو دا مراسم په پوره ډاډمنه فضا کې له کومې امنیتي پېښې پرته او په خورا منظم ډول ولماځل.
تر افغانستان ور هاخوا په ایران، عراق، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم هر کال دغه مراسم لمانځل کېږي، خو دا مراسم د یو شمېر استخباراتي او نورو فتنه ګرو ډلو له خوا تر خونړیو بریدونو لاندې نیول کېږي.
په افغانستان کې هم په تېر کې ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو او په ځانګړې توګه داعش فتنه ګرې ډلې د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ دا ډول مراسم تر خپل هدف لاندې راوستل او لسګونه او ان سلګونه بې ګناه ماشومان، ښځې، بوډاګان او زموږ شیعه هېوادوالو ته یې پکې مرګ ژوبله اړوله، خو دغو کړیو او ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت پرېکنده اقداماتو دا کړۍ له پښو غورځولي او د دې توان یې ترې اخیستی چې دا ډول جنایتونه دې وکړي، ښه بېلګه یې هم سږني د عاشورا ورځو مراسم وو.
دا مراسم د هېواد د امنیتي ځواکونو او شیعه عزادارانو د مسوولینو ترمنځ په پوره همغږۍ تنظیم شول، نه پکې کومه پېښه وشوه، نه پکې کوم سرک بند شو، نه پکې لاریون وشو، نه پکې چور وشو او نه هم چا ترې ناوړه ګټه پورته کړای شوه، بلکې شیعه عزادارانو خپل مراسم په خپلو مشخصو ځایونو کې پر خپل وخت ترسره کړل؛ امنیتي ځواکونو د دې مراسمو امنیت ټینګ کړ او نورو هېوادوالو هم تر خپلې وسې ورسره همکاري وکړه؛ دا د واحد افغانستان او واحد ملت تر ټولو لویه بارزه نښه ده.
که څه هم په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر کړیو او استخباراتي ادارو هڅه وکړه چې دا مراسم ګډ وډ کړي او په یوه او بل نوم یې د خپلو فتنو ښکار کړي، خو د سالم مدیریت، ټينګ امنیت او د ولس د همکارۍ له کبله دوی له ټولو هڅو سره سره، ناکام شول.
په تېرو څو ورځو کې امنیتي ادارو د راپورونو له مخې، هغه یو شمېر ګروپونه او ډلې هم ونیول شوې چې په یوه او بل نامه یې د دغو مراسمو د ګډوډۍ هڅه کوله، چا پرې بریدونه تنظیمول، چا یې بیرغونه ښکته او په دې ډول یې حکومت نوم بدی کاوه او چا یو څه او چا بل څه کول، خو د دوی دا پلانونه ډېر ژر شنډ او بې ګټې شول.
له بلې خوا دا مراسم نړۍ ته هم ښکاره پیغام لري؛ هغه دا چې افغانستان اوس په بشپړه توګه امن دی، افغانستان اوس خپل واکدار لري، د افغانستان ملت واحد او یو موټی دی او خلک یې په هر ډول حالتونو کې د یو او بل ترڅنګ ولاړ دي، دین یې یو او فرهنګ یې ګډ دی.
نوی حکومت د ټولنې له بطنه او متنه راټوکېدلی، د هر چا سر یې خوندي کړی او د هر چا حق یې ډاډمن کړی دی، نور نو هېڅ داسې بهانه نشته چې نړۍ او په ځانګړې توګه غرب دې د افغانستان د اوسني جوړښت، حکومتولۍ او ملت ته خپل فرمایشونه وړاندې کړي، یا دې یې په یوه او بل نامه تورن کړي، یا دې پرې بندیز ولګوي او یا دې هم د ملت او دولت ترمنځ واټن ته لمن ووهي.
نړۍ او په ځانګړې توګه غرب دې د افغانستان اوسني واقعیتونه په خلاصو سترګو وویني او د نویو واقعیتونو له مخې دې تعامل ته راوړاندې شي.