Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»جو بایډن د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له سیالۍ تېر شو.
    افغانستان

    جو بایډن د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له سیالۍ تېر شو.

    عمران آغاعمران آغا22 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي، د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو څخه تېرېږي. نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه پرېکړه یې د خپل گوند او هېواد په گټه ده.

    بایډن ویلي، د ولسمشر په توگه د اوسنۍ دورې تر پایه به خپلې دندې ته دوام وکړي او د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر ځای پر خپلې دندې تمرکز کوي.: «په داسې حال کې چې زما اراده وه چې بيا وټاکل شم، زه باور لرم چې دا به زما د گوند او هېواد په گټه وي چې له نوماندۍ تېر شم او د ولسمشر په توگه د خپلې پاتې مودې په کارونو تمرکز وکړم.»

    بایډن همدا راز ویلي، د ولسمشر په توگه یې دنده کول د ژوندی لوی ویاړ و.:«اجازه راکړئ چې د امریکا د خلکو لخوا په ما باندې د شوي باور لپاره خپل رښتیني احساسات څرگند کړم. زه تل په دې باور یم چې که موږ متحد نه شو نو امریکا هېڅ نه شي کولی. موږ باید په یاد ولرو چې موږ د امریکا متحده ایالات یو.»

    د بایډن دیموکرات گوند غړي هم وايي، چې بایډن باید استعفا ورکړي؛ ځکه له ټرمپ سره په مناظره کې نوموړي خپله کمزروي ښکاره کړه.

    د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، جو بایډن د ولسمشرۍ وړ نه و او نه د دې جوگه و چې بیا ولسمشر شي. ټرمپ پر بایډن تور پورې کړی، چې نوموړی ولسمشرۍ ته یوازې په دروغجنو خبرونو ورسېد.

    د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د نومبر په میاشت کې کېږي، چې د دیموکرات گوند له لوري یې بایډن نوماند و؛ خو د اوس لپاره کېدای شي د دغه گوند غړې او د بایډن مرستیاله کمېلا هارېس راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شي.

    ۸۱کلن بایډن به د ۲۰۲۵ز کال د جنوري تر۲۰ مې د امریکا ولسمشر وي او له هغه وروسته به نوی ولسمشر خپلې چارې پیلوي.

    د امریکا ولسمشریزې ټاکنې په هر څلورو کلونو کې کېږي، چې یوازې جمهوري غوښتونکي او دیموکرات گوندي غړي پکې واک ته رسېږي.

    مخکینۍ مقالهمقاومت په ټولنیزو رسنېو کې!
    راتلونکي مقاله لوی افغانستان، کوزني قامپال او زموږ غلط فهمي.

    مربوطه لیکنې

    د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بندخونو نږدې ۱۲۰۰ بندیان خوشي شوي

    26 مې 2026

    مولوي محمد يعقوب مجاهد نړيوال امنيتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته رسېدلی

    26 مې 2026

    افغان او قطري چارواکو پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    25 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 26 مې 2026

    د ایران کنګل شوې شتمنۍ، د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی

    د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو…

    امریکا او سعودي په ګډه د ایراني شاهد ډرونونو کاپي جوړوي

    26 مې 2026

    سپاه پاسداران: د ایران هوایي حریم کې یې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکه په نښه او نسکوره کړې

    26 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران کنګل شوې شتمنۍ، د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی

    26 مې 2026

    امریکا او سعودي په ګډه د ایراني شاهد ډرونونو کاپي جوړوي

    26 مې 2026

    سپاه پاسداران: د ایران هوایي حریم کې یې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکه په نښه او نسکوره کړې

    26 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،164 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.