Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي مرستیال: د هېواد د ملي گټو او متقابل درناوي په پام کې نیولو سره د نړۍ ټولو هېوادونو د ښو اړیکو غوښتونکي یو
    افغانستان

    اقتصادي مرستیال: د هېواد د ملي گټو او متقابل درناوي په پام کې نیولو سره د نړۍ ټولو هېوادونو د ښو اړیکو غوښتونکي یو

    صابر افغانصابر افغان24 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کار ملي کنفرانس په دویمه ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسوول او حاکم نظام په توگه دا د ځان مسوولیت گڼي، چې په هر ډگر کې غوره، عادلانه او په موقع خدمات وړاندې کړي او له شته ټولو فرصتونو او ظرفیتونو څخه په معقولې استفادې سره کوټلي گامونه واخلي، ترڅو مهمو موخو ته زموږ مزل چټک کړي.

    نوموړي همدا راز ویلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو خلکو په ځانگړې توگه د ځوان نسل د بې‌کارۍ ستونزې ته په کتنې سره؛ یو نوی او مثبت ابتکار وکړ او د کار ملي کانفرانس یې جو کړ.:«د هېواد د ملي گټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو یو او په دې برخه کې مو خپل مسوولیتونه تر سره کړي، پر نړیوالو غږ کوم چې د افغان ولسونو د ستونزو په درک کولو سره ټول ظالمانه تحریمونه دې لرې او د افغانستان اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته دې وړاندې شي.»

    ښاغلي برادر زیاته کړه، د قوش تېپې کانال لومړی فاز پای ته ورسېد په دوهم فاز یې په چټکۍ کار روان دی، د فراه بخش اباد بند تر کار لاندې دی، د آمو دریا او قشقري د نفتو چارې استخراج روان دی، د کانونو استحراج کې مثبت گامونه اخیستل شوي، د ملي تدارکاتو کمېسیون کې گڼ شمېر پروژې تاییدېږي، پولي ثبات خپل ارزښت ساتلی، ملي بودجه مو له کورنیو عوایدو تمویلېږي او یادې پروژې له همدې عوایدو پلې کېږي.: «د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پیاوړتیا، د هېواد ځان بسیاینې، د بې‌کارۍ او فقر کچو کمښت او خپلو خلکو ته د کاري فرصتونو په منظور زیات شمېر بنسټیزې او ټولگټې پروژې پیل کړې، چې ځینې یې بشپړې او زیات شمېر یې تر کار لاندې دي او زموږ کادرونه لگیا دي شپه او ورځ له شته امکاناتو څخه په گټې اخیستنې هغو خوبونو ته تعبیر وربښي چې ناممکن بلل کېدل.»

    ده وویل، د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو؛ لازمې هڅې کوو، چې له دې څخه په سالمې او مثبتې گټې اخیستنې خپل هېواد د سوېلي او مرکزي آسیا د وصل په نقطه تبدیل کړو، د سوداگرۍ کچه زیاته او کورنیو تولیداتو ته د صادراتو زمینه لا پراخه کړو.

    د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د کار ملي کنفرانس ګډونوالو ته وویل، نړیوال دې په منفي تبلیغاتو تشویشونه نه جوړوي د حقایقو په درک سره دې مثبت تعامل ته نږدې شي، زموږ د خاورې څخه هېڅ راز گواښ او تشویش نه‌شته.

    ډاډمن امنیت ټینگ دی خو ترڅنگ یې د خپل هېواد دفاع هم پرموږ فرض ده.: «خپلو خلکو او ولسونو ته ډاډ ورکوم، چې دوی به له خپل ځانه پورته گڼو، ستونزو او تشویشونو ته به یې رسېدنې کوو، ځان ته به یې نږدې کوو او په دې برخو کې به بهانې نه لټوو او د کارموندنې په برخو کې به هم خاصه پاملرنه کوو. ډېرې ستونزې مو گاللې دي خو باوري یم د بې‌کارۍ له ستونزې څخه به هم ووځو او د اقتصادي ثبات ، پرمختگ او ځان بسیاینې په لوري ځو.»

    د حکومتي شرکتونو رئیس مولوي احمد جان بلال د کار ملي کنفرانس ته وویل، حکومتي شرکتونه په اقتصادي پیاوړتیا او د ملی بودیجي په تمویل کې د نورو ادارو ترڅنگ خپل مسوولیتونه تر سره کوي او هم د کارموندنې په برخه کې ځانگړې پاملرنه کوي، غواړو خپلې هڅې پراخې کړو غیر فعال شرکتونه په فعالو شرکتونو تبدیل کړو چې دې سره به مهم کاري فرصتونه جوړ شي.: «حکومتي شرکتونو کې دم‌گړۍ ۵۰ زره تنه په کارونو بوخت دي او په پام کې ده، چې د قوش تیپې په کانال کې زراعتي کمپلکس جوړ او په کې شاوخوا ۱۰۰ زرو تنو ته کاري فرصتونه برابر شي.»

    پرون د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د کاري فرصتونو او د فقر او بې‌کارۍ د له منځه وړلو په موخه د کار ملي کنفرانس پیل شوی، چې نن پای ته رسېږي.

    مخکینۍ مقالهنیپال کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۱۸ تنو ژوند بایللی
    راتلونکي مقاله ‏د مس عينک کان د ساختماني چارو د عملي کار پرانيسته وشوه

    مربوطه لیکنې

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.