د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې له مخې، د لړم په ۱۵مه په هلمند، هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی.
د هوا پېژندنې ریاست په خبرتیا کې ویل شوي، چې په یادو شپږو ولایتونو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۲۵ مليمتره اټکل شوې ده. همدارنګه، د هېواد په مرکزي، شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او سوېلختیځو سیمو کې د تېزو بادونو د لګېدو وړاندوینه شوې ده.
له خلکو غوښتل شوي، چې د سیندونو غاړو او سېلابخطر لرونکو سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د پېښو له خطرونو څخه د ځان ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسي.


