د رياست الوزرا له اداري معاونيت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: يادې خبرې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) معاونیت پلاوي مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره په کتنه کې کړې دي.
همدا رنګه خبر پاڼه زياتوي چې: مولوي عبدالسلام حنفي دې کتنه کې ویلي، په اسلامي امارت محدودیتونه نه دا چې ګټور نه دي، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو سره یې د افغانستان اړیکې اغېزمنې کړې دي.
ښاغلي زياته کړې، لازمه ده، چې په ګډو هڅو او نرمۍ ستونزې او ننګونې لرې شي.
نوموړي اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ د ورکړې، تحریمونو ختمولو، تور لېست څخه د اسلامي امارت مشرانو نومونو او ټولو بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې.
بلخوا دې کتنه کې روزا اوتنبایوا د دوحې درېیمې ناستې د هوکړو په اړه معلومات وړاندې کړي او په خبره یې، دغه سازمان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، له ناچاوده ماینونو څخه د ځمکې د پاکولو، د چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې زیات پروګرامونه لري.