د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنې ځمکې وېشلې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په کندز ولایت کې ۱۲۰۵، په زابل کې ۱۰۰ او په بامیان ولایت کې ۴۰ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، له دې وېش سره راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د وېشل شویو استوګنیزو ځمکو ټولیز شمېر ۷۴ زره او ۴۵۸ ته رسېدلی او د دایمي مېشتېدنې په موخه د ځمکو د وېش لړۍ لا هم دوام لري.


