د بلخ د حيرتانو بندر او د ازبکستان ترميز ترمنځ د يوه باروړونکي موټر چلوونکی چې غوښتل یې ۴۰۰ زره عربي رياله په خپل موټر کې قاچاق کړي نيول شوی.
هلته ځايي امنيتي سرچينو هندوکش غږ ته په خبرو کې وېلي چې ياد کس دل اغا نومېږي او د حيرتان او ازبکستان ترميز ترمنځ یې باروړونکی موټر چلاوه چې نن یې په خپل بار موټر کې په خورا مهارت ۴۰۰ زره رياله ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې د حيرتانو بندر له لارې یې ازبکستان ته قاچاق کړي.
د سرچينې په وينا د بلخ ولايت د استخباراتو رياست په يو کشفي راپور کې ياد کس په خپل موټر کې نيولی او ۴۰۰ زره عربي رياله هم ترې ضبط شوي او له لومړيو پوښتنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو ورځو کې د هېواد په ځينو ګمرکونو بندرونو او لويو لارو کې د ګڼ شمېر توکو، پيسو، او قيمتي ډبرو د قاچاق مخنيوی شوی.