بهرنیو چارو وزارت په خپله تازه خپره شوې اعلاميه کې په ترکمنستان کې د افغان حکومت د شارژدافير د رسمي منلو او تاييد خبر ورکړی.
په اعلاميه کې د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي: فضل محمد صابر د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مېرېدوف له لوري هلته د اسلامي امارت شارژدافیر په توګه ومنل شو.
اعلاميه زياتوي چې محترم رشید مېرېدوف د یادو مراسمو په ترڅ کې وویل: ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلي کول په پلان کې لري؛ نو ځکه د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړول اړين گام دی.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو په گډو ډيپلوماټيکو هڅو وکولای شو د ټاپي نلليکې، د ټاپ برښنا او د تورغنډۍ-هرات ترمنځ د وسپنې پټلۍ پروژو عملي کار ژر پيل شي.
د افغان حکومت د سياسي ډګر دا ګام داسې مهال اخيستل کېږي چې څو ورځې وړاندې د ناروې په شمول ځينو اروپايي هېودانو په کابل کې د خپلو سفارتونو او ديپلوماتيکو چارو د پيل خبر ورکړی وو.