د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په تېره چنگاښ میاشت کې په کابل ښار کې ۱۳زره او ۸۶۰ تنو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې سربېره د یادې ادارې له لوري تېره میاشت په کابل ښار کې ۴زره او ۶۲۱ تنو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼو د وېش او کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو، ۷ زره او ۸۴۷ تنو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه او ۳ زره او ۳۲ نورو کسانو ته د پېژندپاڼو اړوند غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.: «همدارنگه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په چنگاښ میاشت کې ۱۰ زره او ۹۳۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنگ ۳۱۵ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوې دي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش، د هېواد د هوايي ډگرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وگړو د تگ او راتگ د ثبت مسوليتونه پرغاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.