Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»حماس يو فکر او بنسټ دی، د دې جهادي غورځنګ هر غړی اسماعیل هنيه دی.
    لیکني

    حماس يو فکر او بنسټ دی، د دې جهادي غورځنګ هر غړی اسماعیل هنيه دی.

    عمران آغاعمران آغا31 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: شمس الله شهير

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د حماس لفظ د (حرکة المقاومة الاسلامیة) لنډیز دی، په ۱۹۸۷ میلادي کال د شیخ احمد یاسین او د اخوان المسلمین د حزب د څو نورو پلویانو له لوري تاسیس شو او د دغه نوم لاندې د فلسطین ساحه کې د اسرائیلي اشغالګرو په خلاف اعلان شو، له دې وړاندې هم د مقاومت ډلې وې خو په دغه نوم سره کوم غورځنګ شتون نه درلود.

    دا غورځنګ د صهيونيستي رژيم په وړاندې وسله واله مبارزه کوي، د حماس د فعالیت سیمه د غزې تړانګه ده، حماس په کمو امکاناتو مختلف قسم توغندۍ او الوتکې جوړې کړي، چې پرمختللي توغندۍ یې د عیاش ۲۵۰ په نوم دي، ياد غورځنګ اوسمهال د صهيونيستي رژيم په وړاندې د قتال په حال کې په خپله د ټولې اسلحې تولید او جوړښت ترسره کوي‌.

    د حماس غورځنګ شعار له اولې ورځې د فلسطین آزادي وه، د ازادۍ یا شهادت په مرال جنګېدل، په ټوله سیمه کې یوازینی غورځنګ دی چې صهيونيستي رژيم ترې وېره لري، د فلسطین له داخلي مسلمانانو جوړ او د اخوان المسلمین تر اثر لاندې دی.

    ددې غورځنګ سیاسي لېد؛
    حماس غورځنګ فلسطین د مسلمانانو ملک بولي، یهودو ته د هېڅ حق قائل نه دی، د دوی هڅه د اسرائيلي اشغالګرو د شړلو ده، سولې او موقت اوربند ته چمتو نه دي، د دوی مقاومت د اسرائیلو د وجود په وړاندې دی، اسرائيلو ته د غربي صهیوني استعمار په سترګه ګوري، دوی د جهاد او مقاومت فکر لري، د اسرائیلو د شړلو او ایستلو یوازینی لاره جهاد بولي.

    حماس غورځنګ په دیني، ټولنیز او سیاسي مجال کې فعالیت لري، مختلفې موسسې داخل د فلسطین او خارج کې لري، د نړۍ له هېوادونو سره سیاسي اړیکې ساتي، خپل استازي ملکونو ته لېږي.

    د حماس غورځنګ مؤسس:
    په لومړي وخت کې چې دغه غورځنګ اعلان شو د شیخ احمد یاسین په مشرۍ و، هغه په پښو معذور و، خو په فلسطینیانو کې زیات اهمیت ورکول کېده، تل یې فلسطینیان ویښ او بیدار ساتل، شیخ احمد یاسین به ویل: دا ځمکه د فلسطیني ولس په شمول د ټول اسلامي امت شریکه ده، هیڅ یو عرب یا عجم حکمران دا حق نه لري چې پر سر یې له چا سره سودا وکړي.

    شیخ احمد یاسین په ۲۰۰۳ کال کې د یهودو په یوه هوایي برید کې زخمي شو او په ۲۰۰۴ کال کې بیا په یو بل هوایي برید کې په شهادت ورسېد.

    له شهید احمد یاسین رحمه الله څخه وروسته د حماس عمومي مشري الشیخ عبدالعزیز رنتیسي ته وسپارل شوه، خو هغه هم په ۲۰۰۴ کال کې د یهودیانو په یو هوایي برید کې په شهادت ورسېد.

    له هغې وروسته د ټاکنو او نورو ګډوډيو وروسته اسمعیل هنيه، يوه لسیزه وړاندې د حماس جهادي غورځنګ مشر وټاکل، شو او د تير ۲۰۲۳ اکټوبر ۷ تاريخي عملياتو سره بيا د رسنيو سر ټکی شو.

    هنيه په وروستيو مياشتو کې د جهاد او قتال په لاره کې د کورنۍ ۲۲ تنه له لاسه ورکړل، خو د تضعیف په ځای یې د نوموړي مرال لا قوي کړ، دی وخت په وخت رسنيو ته را څرګند کيده او له خپلې داعيې او قتال څخه به دفاع کوله.

    نوموړی وړمه ورځ تهران ته د ياد هيواد د نهم ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې مراسمو ته راغلی وو، پرون ورځ یې د جهاد او قتال په سپيڅلې داعيې سره د ټولو رسنيو او هلته د تللو مشرانو توجو ور جلب کړې وه؛ هنيه نن سهار وختي ۲ بجې په شهادت ورسید، نحسبه کذالک والله حسیبه.

    خو دا د خفګان او افسوس ځای نه ده، بلکې دا څه کم ۴ لسيزې سفر سره حماس هر ځل د مشرانو او سپاهيانو له قربانيو سره قوي او پرمختللی شوی ده، وروستی بېلګه یې د تير ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومه ده.

    حماس يو فکر او بنسټ دی، د دې جهادي غورځنګ هر غړی اسماعیل هنيه، شهيد ياسين او شیخ عبدالعزیز تقبلهم الله تعالی په شان زړور سپاهيان دي.

    دا وینې او قرباني به حماس لا وغړوي، له عربه تر عجمه به دې صف ته ځوانان لکه سیلاب ور روان وي، په قربانيو او شهادتونو باندې فکر، بنسټ او صف لمنځه نه شي تللی، بلکې د ورک استاد ياسر معروفه وینا: د جهاد لپاره د شهيد وينې بنزین او د پطرول تېل دي، چې حرکت پرې کوي.

    مخکینۍ مقالهبالاخره د سیاست، مقاومت او استقامت دنګ قامت ونړېد!
    راتلونکي مقاله د اسماعيل هنيه شهادت او د اسلامي نړۍ خاموشي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، پر ایران د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې…

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.