Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پوځي رژیم دوه ګونی سياست؛ ولې د ناامنۍ پړه پر نورو اچوي؟
    سیاسي لیکني

    د پوځي رژیم دوه ګونی سياست؛ ولې د ناامنۍ پړه پر نورو اچوي؟

    عمران آغاعمران آغا2 نوومبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان تل پر افغانستان د ناامنۍ تورونه لګوي او ادعا کوي چې ګواکې د نامسؤله وسلوالو ډلو غړي په افغانستان کې شتون لري، له دې تورونو سره سره چې بې ځايه يې لګوي، برعکس یې پخپله د پرځېدلي جمهوريت هغه پخوانيو غړو او مفسدو څېرو ته ځای ورکړی، چې افغانان ښه خاطره نه ورڅخه لري.

    د پوځي رژیم تر واک لاندې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پرځېدلي جمهوریت د ځینو کسانو د شتون او فعالیتونو په اړه ډېر مستند معلومات خپاره شوي دي، تر دې چې ځايي خلک ترې په تنګ شوي، هلته د سيمې خلکو ته ستونزې جوړوي او بد چلند ورسره کوي. دا هم د پوښتنې وړ ده چې پوځي رژیم ولې د دوی تر واک لاندې مېشتو خلکو شکایتونو ته جدي پاملرنه نه کوي؟

    پاکستان ولې د پرځېدلي جمهوریت يو شمېر افرادو ته ځای او امتیازات ورکوي، خو بل لوري ته بیا په افغانستان د ناامنۍ تورونه پورې کوي؟ پوځي رژیم چې هر ځل د افغانستان په هر ځای کې د نامسؤله وسلوالو د شتون ادعا کړې او بې موجبه بمبارۍ یې کړې دي، هلته هر ځل يوازې ملکي تأسيسات او ملکي وګړي قربانيان وي. نړيواله ټولنه او ټول اړخونه بايد په دې تړاو خپلواکې پلټنې وکړي، نه دا چې د پوځي رژيم پر تورونو او تبلیغاتو د افغانستان پر وړاندې دريځ ونيسي يا چوپ پاتې شي.

    په نوشکي، کچلاک، پښین، سرانانو، مسلم‌ باغ، قلعه سیف‌ الله او قمرالدین کاریزونو په څېر سیمو کې هم د شريرو افرادو د شتون او فعالیتونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي او بيا په بدخشان او نورستان کې د همدې افرادو په وسيله د بې ثباتۍ هڅې پخپله کره ثبوت دی.

    خو پاکستان چې د خپل امنیت په ټینګښت کې له ستونزو سره مخ دی، باید د دغو ستونزو اصلي لاملونه په خپل کورني سیاست او امنیتي تګلارو کې ولټوي. د هرې ستونزې پړه پر ګاونډي هېواد اچول د ستونزو د حل لاره نه ده. د پوځي رژیم چارواکي فکر کوي، چې ټول هېوادونه د دوی په څېر تګلاره لري؛ خو داسې نه ده!

    افغانستان له نړیوالو سره ښې اړیکې او متقابل درناوی غواړي. د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه باید د تبلیغاتو پر ځای ميداني واقعیتونو ته پام وشي. که څوک افغانستان ته د ناامنۍ لاس نيسي، نو باید لومړی په خپل کور کې وګوري، چې د افغانستان او سيمې د ناامنه کولو لپاره یې څومره دسيسې په کار اچولې دي؟

    که د چا خپل کور له ستونزو سره مخ وي، لومړی باید د خپل کور د اصلاح هڅه وکړي. د ګاونډي د پرمختګ نه زغم د خپل هېواد ستونزې نه شي حل کولای. د یوه هېواد پرمختګ باید د بل هېواد دښمني و نه ګڼل شي، بلکې د سیمې هېوادونه باید د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او سوله‌ ییزو اړیکو لپاره هڅې وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامريکا کې د يوې شخصي جېټ الوتکې د لوېدو له امله نهه‌ کسان مړه شوي
    راتلونکي مقاله د جمهوريت پر مهال د اشرف غني پر سلاکار احمد خان غوري د ايران په مشهد ښار کې چاودنه شوې

    مربوطه لیکنې

    له پاکستان سره د جبهو پټې ناستې؛ د ناوړه معاملو تکرار او د طرحو ناکامي

    31 اکتوبر 2026

    د مقاومت ډلې انشعابونه؛ د میراثي رهبرۍ او انحصار زوال

    24 اکتوبر 2026

    د نیابتي جبهاتو رواني جګړه؛ د ټولیز امنیت ضد اعلامیو تر شا پټې موخې

    23 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 نوومبر 2026

    د جمهوريت پر مهال د اشرف غني پر سلاکار احمد خان غوري د ايران په مشهد ښار کې چاودنه شوې

    د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د جمهوريت پر مهال د اشرف غني سلاکار…

    د پوځي رژیم دوه ګونی سياست؛ ولې د ناامنۍ پړه پر نورو اچوي؟

    2 نوومبر 2026

    امريکا کې د يوې شخصي جېټ الوتکې د لوېدو له امله نهه‌ کسان مړه شوي

    2 نوومبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جمهوريت پر مهال د اشرف غني پر سلاکار احمد خان غوري د ايران په مشهد ښار کې چاودنه شوې

    2 نوومبر 2026

    د پوځي رژیم دوه ګونی سياست؛ ولې د ناامنۍ پړه پر نورو اچوي؟

    2 نوومبر 2026

    امريکا کې د يوې شخصي جېټ الوتکې د لوېدو له امله نهه‌ کسان مړه شوي

    2 نوومبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،272 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.