د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د فاریاب په دولتاباد ولسوالۍ کې د مالگې د درېیو کانونو د کېندنې چارې پیل شوې.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان وايي، د فارياب د دولتاباد ولسوالۍ د مالگې کان چې په افغانستان کې يو له سترو کانونو څخه شمېرل کېږي، د استخراج چارې یې پيل شوې.
د افغان په خبره، دغه کان د ۱۴ کيلومتره مربع مساحت په لرلو سره د “ابو سعيد” شرکت له لوري د ۲۴ مېليونو ډالرو په پانگونې سره استخراج کېږي.
دی وايي، د یادو درېیو کانونو تړون د ۱۵ کلونو لپاره شوی دی، چې د کاري فرصتونو سربېره د سړک جوړول او ټولنیزو امکاناتو سربېره به د مالگې د پروسس کارخونه هم جوړوي.
د کانونو د وزارت ویاند په خبره، د میمنې، درزاب او اندخوی د مالگې کانونو د کېندې چارې پیل شوې، چې له یادو کانونو به په ورځني ډول ۲زره او ۵۰۰ ټنه مالگه استخراجېږي.: «هېواد کې په ناقانونه ډول د کانونو د استخراج مخه نیول شوې او په دې برخه کې پانگونې ته زمینه برابره شوې ده. په پیل کې د مالگې دغو کانونو کې پينځه سوه کارگرو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.»
افغانستان په کلني ډول څهباندې ۳سوه زره ټنه مالگې ته اړتیا لري، خو که د مالگې کانونو استخراج ته پام ډېر شي، نو ډېر ژر به افغانستان د مالگې له اړخه پر ځان بسیا شی.