Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»خبر»د ایران ستر مذهبي مشر د هر ډول برید پر وړاندې د سمدستي او سخت ځواب ورکولو امر کړی
    خبر

    د ایران ستر مذهبي مشر د هر ډول برید پر وړاندې د سمدستي او سخت ځواب ورکولو امر کړی

    عمران آغاعمران آغا2 نوومبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران ستر مذهبي رهبر، مجتبی خامنه‌یي، د دغه هېواد وسله‌والو ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د امریکا یا اسرائیلو د هر نوي برید پر وړاندې سمدستي او سخت ځواب ورکړي.

    خامنه‌یي د دغه هېواد له درېیو لوړپوړو پوځي قوماندانانو سره په لیدنه کې د ځواکونو د بشپړ جنګي چمتووالي غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې هر ډول ګواښ باید له جغرافیایي محدودیت پرته له اغېزمن او جدي ځواب سره مخ شي.

    نوموړي ټینګار کړی «که دښمنان یو ځل بیا پوځي یا ترهګریز بریدونه وکړي، نو د دغو جګړو د پای ته رسېدو وخت او شرایط به د ایران وسله‌وال ځواکونه او د ایران ملت ټاکي.»

    د راپورونو له مخې، دا د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی، چې له مجتبی خامنه‌یي سره د دغه هېواد درې واړه لوړپوړي پوځي قوماندانان په یوه غونډه کې راټولېږي.

    خامنه‌یي همداراز پوځي مشرانو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو اهدافو لېست تازه کړي او هغه ټول فزیکي او غیرفزیکي امکانات، چې د امريکا او اسرائيلو اړوند دي، د ایراني ځواکونو په اهدافو کې شامل کړي.

    نوموړي د پوځي استخباراتو د پیاوړتیا، د کورنیو دفاعي وړتیاوو د پراخولو او د امنیتي جوړښت په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو غوښتنه هم کړې ده.

    په دې غونډه کې د ايران وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال علي عبداللهي، د پوځ قوماندان تورن جنرال امیر خاتمي او د سپاه پاسداران قوماندان تورن جنرال احمد وحیدي ګډون درلود.

    هغوی د فارس خلیج د ساحلي سیمو، د هرمز تنګي، د عمان سمندر او د ایران د شمال لوېدیځو او سوېل ختیځو پولو په اوږدو کې د پوځي چمتووالي په اړه خامنه‌یي ته معلومات ورکړي دي.

    مخکینۍ مقالهروسيه وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۷۵ اوکرایني سرتېري وژلي

    مربوطه لیکنې

    روسيه وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۷۵ اوکرایني سرتېري وژلي

    2 نوومبر 2026

    پنجشېر کې د بيروجو د دوه نويو کانونو د استخراج چارې پيل شوې

    2 نوومبر 2026

    د افغان حکومت رئیس الوزراء د بلاروس د سفیر باور لیک ومانه

    1 نوومبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 2 نوومبر 2026

    د ایران ستر مذهبي مشر د هر ډول برید پر وړاندې د سمدستي او سخت ځواب ورکولو امر کړی

    ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران ستر مذهبي رهبر، مجتبی خامنه‌یي، د دغه هېواد…

    روسيه وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۷۵ اوکرایني سرتېري وژلي

    2 نوومبر 2026

    پنجشېر کې د بيروجو د دوه نويو کانونو د استخراج چارې پيل شوې

    2 نوومبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ستر مذهبي مشر د هر ډول برید پر وړاندې د سمدستي او سخت ځواب ورکولو امر کړی

    2 نوومبر 2026

    روسيه وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱۷۵ اوکرایني سرتېري وژلي

    2 نوومبر 2026

    پنجشېر کې د بيروجو د دوه نويو کانونو د استخراج چارې پيل شوې

    2 نوومبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،272 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.