Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لارویانو د ولسونو ترمنځ د بې اتفاقۍ تخم شیندلی وو
    لیکني

    د شر او فساد لارویانو د ولسونو ترمنځ د بې اتفاقۍ تخم شیندلی وو

    صابر افغانصابر افغان15 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له نن څخه دوه لسیزې وړاندې امریکایي یرغلګرو چې د خپلو غلامانو او لاسپوڅو په اوږو سپاره وو، په ګران وطن افغانستان یې یرغل وکړ، په زرګونو بې ګناه افغانان یې شهیدان، ټپیان او بې کوره کړل، په ډرون حملو او شپنیو چاپو کې یې، بې شمېره میرمنې او کوچنیان ووژل.

    د شر او فساد د ډلو مشران هغه غله او داړه ماران لکه عطا محمد نور، د پښتنو سرسخت دښمن عبدالرشید دوستم، محقق، کریم خلیلي، سیاف، برهان الدین رباني، تورن اسماعیل خان، امرالله صالح، احمد ضیا مسعود او داسې نور نجس مخلوق، چې د ولسونو له لوري استفراق شوي څهرې دي، افغان ولسونو ته هیڅ مخ نه لري، په هیواد کې میشت افغانان ترې کرکه او نفرت لري.

    دا هغه بې بند او باره ټوپکيان، او مسلح غله پاټکيان وو چې قتل، ډاکه، اخلاقي فساد، د هلکانو ودول، بې ناموسي، د بيت المال چور او نور دېته ورته رزالتونه يي عادت ګرځېدلي وو، چې د الله جل جلاله په نصرت د اسلامي امارت د ډيرې قربانۍ په مټ له دې خاورې ورک او افغان ولس يې له شره خلاص کړ، بیا نو افغانانو د امن او سوکالۍ ساه واخيسته.

    دې ډلو د ولسونو ترمنځ د بې اتفاقۍ تخم شیندلی وو، قومي، ژبني او توکميز تعصاباتو ته یې لمن وهله، همغه وو چې هیواد یې له بدبختیو سره مخ کړی وو، اوس نو دوی ته اهمیت ورکول او د دوی خبرې اورېدل، له هیواد او هیوادوالو سره ستر ظلم او خیانت دی.

    د شر او فساد ډلو د هیواد بېلابیلې شتمنۍ چور او تالان کړې، جبر او ظلمونه یې نور اوج ته رسېدلي وو، پښتنو ته به یې د وحشیانو او دهشتګرو خطاب کاوه، په پښتو ژبه به چا د کابل په ښار کې خبرې نه شوای کولای؛ که کوم پښتون به په پښتو ژبه خبرې وکړې، د تاجکانو له لوري به ورته ویل کېدل چې: مسلماني ګپ بزن.

    د امریکایي یرغلګرو موخه په هیواد کې د هغو جنګسالارانو او منفورو کړيو واک ته رسول وو، چى د افغانستان بېچاره ولس ترې تر پوزې رسيدلی وو او د شوروي له ماتې وروسته په هره فاجعه او وحشت يې صرفه نه وه کړې.

    د شر او فساد ټول مفسدین دي په دې اګاه اوسي، افغانانو ترخې تجربې ترلاسه کړي، په اتحاد او اتفاق دي، د یوه بیرغ تر چتر لاندې ژوند کوي، د چا په دروغو وعدو نه دوکه کېږې، په دين مئين دي، په اسلامي او شرعي نظام له سره تېر دي او تل یې د خپلو علماوو په فتوا او حکم بې ساري ځاني او مالي قربانۍ ورکړي او نن هم لله الحمد د خپل پيشوا او امام (اسلامي امارت) په خوا کې ولاړ، د شر او فساد بې ځایه توطیو پر وړاندې لکه فولادي ديوال ولاړ دي، هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي چى د اسلامي او شرعي نظام د حاکميت پر وړاندې خنډ وګرځي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکابل د اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو لپاره د اذربايجان او ازبکستان کوربه دی
    راتلونکي مقاله د هرات د ترافیکو مدیریت ۱۷۲ میلیونو څخه زیات عواید راټول کړي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.